| بصیر عاصم
بیت المقدس بیرته هغه وخت د فلسطین برخه ګرزېدلاي سي که چیري:
① د اسلامي نړۍ ټول دیني عالمان په ځانګړي توګه د عربو ټول دیني عالمان د مجاهدینو تر نامه لاندي ټولي خوارجي ډلي په ځانګړي توګه طالب داعش او هغه نوري ترهګري ډلي چي په اسلامي ملکونو کي د جهاد په نامه مسلمانان وژني غیر اسلامي او خوارجي وګڼي او پر وړاندي يي د اسلامي حکومتونو وسلواله مبارزه جهاد وبلل شي . د مثال په توګه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هر کال په میلیارډونو ډالر د هیواد د تعلیمي نظامي اقتصادي تقويي پر ځاي د ترهګرو سره په جګړو مصرفوي. بیله قوي اقتصادي ځواکه ، قوي نظامي ځواک نا ممکن دي ، بیله قوي نظامي ځواکه پر نورو هیوادونو اغیز ناممکن دۍ. سوریه چي یو وخت اسرایلو سترګه ځني کیدل د جهاد تر نامه لاندي خوارجو ډلو د خاورو په ډېران بدل کړ. همدغه خوارجي ډلي وې چي د امریکا تر اشغال وروسته يي ارام عراق د اور تنور جوړ کړ. لا هم پکي هره ورځ د وینو ویالې بهوي. په اسلامي نړۍ کي نور مثالونه هم سته.
②د رسول علیه سلام د امر مطابق تعلیم د مسلمان پر نر او ښځه فرض وګڼي . ځکه تعلیم د یو هیواد د پر مختګ لمړی بنیاد دۍ ، د غربي نړۍ د پرمختګ یو راز دادۍ چي تر هر څه يي تعلیم ته اهمیت ورکړۍ دي او بیله د تعلیمه پر مختګ ناممکن دۍ.
③ ټول دیني عالمان جمهوریت د اسلام اصل وبولي او د مسلمانو جمهوري دولتونو امور منل واجب وګڼي. یو خو دا دۍ چي د اسلام څلور سره خلفاء د زور د لاري نه بلکي د صحابو په خوښه انتخاب سوي په همدې اساس ویلاي سو چي جمهوریت د اسلام اصل دۍ هیڅ شرعي ستونزه نه لري، اسلامي جمهوریتونو ته به يي ګټه دا وي چي په وړاندي به څوک بغاوت ته زړه ښه نه کړي کله چي د یو دولت په مقابل د بغاوت انګیزه نه وي هلته د یو اسلامي هیواد پر خلاف د بهرنیو توطيو کامیابیده هم ناممکن وي.
④ مسلمان دیني عالمان باید هغه اسلامي ملکونه چي لا اوس هم د استبداد او باچاهي تر ناوړي پدیدې لاندي دي د جمهوري کولو دپاره په مصلحانه توګه مبارزه وکړي . ځکه دا ثابت حقیقت دۍ چي د هیوادونو پرمختګ په جمهوریت کي دۍ ،ځکه ولس هغه څوک او خلګ اقتدار ته رسوي چي پر وړتیاوو يي باور لري ، او دولت هغه څه کوي چي د ولس خوښه وي او دولس په ګټه وي د ځینو اسلامي هیوادونو ستونزي کړاونه د هغو باچاهانو او مستبدینو له وجي وي چي ځانونه يي تر قدرته مورثي یا د زور د لاري رسولي وي. مګر دحاکمیت استعداد او وړتیا نه لري نه د ولس خوښه نه ولس ګټه کم اهمیت ورته لرې پایله یو بغاوت د سلګونو زرو انسانانو وژل او یو هیواد په کنډواله بدلول وي
⑤ دیني عالمان باید د جمهوري اسلامي دولتونو سره د هري ستونزي په مقابل د جمهوري اسلامي دولتونو پر ضد د متشددو او پارونکو ویناو پر ځاي حکومتونو ته مشوري ورکړي او توصيي ورته وکړي ، د ستونزو حل په لوړ فکر ژور تحلیل او افهام کیږي د عادي خلګو د فکر او تحلیل لوړ وي او حل يي ناشونۍ وي. متشددي ویناوي عامه زهنیت د تشدد او افراط لور ته بیايي او په یوه هیواد کي د کړکیچ پیلامه وي.