دیوال یې پر ګوته ورو ورو وټکاوه. د دیوال پلستر ودوړیده. په ښي لاس کې د نیولي سګریټ ایرې یې وڅڼدلې:
-کور یې ډیر خراب کړی
میرمنې یې قیدک پرانیست، ویښته یې پکې راټول کړل:
-که یې مینځ هم همداسې وي بیا نه ارزي چې پیسې پرې ورکړو
سړي د سګریټ لوګی د وره د زنګ لور ته پوف کړ:
– دا شیان ژر جوړیږي
د دروازې له شا د یوې ښځې پوړیدلی غږ شو:
– دا دی… درغلم
بوډۍ چې ور پرانیست له سلام سره یې دوی ته شا کړه:
-راځئ دا زوړ کور تاسې هم وګورئ
پردې کش وې. د ناستې په خونه کې یوځای جرابې پرتې وې، بل ځای کمپله وه. سپین رنګه دیوالونه داسې ایسیدل لکه لوګي چې وهلي وي. په پخلنځي کې د سړي میرمن پوزې ته لاس ونیو.
بوډۍ پوښتنه ترې وکړه:
-کور مو خوښ شو؟
سړي چت ته وکتل:
– شوی خو…
میرمنې یې خبره ورغوڅه کړه:
-په دې بییه نه ارزي
بوډۍ وخندل:
-زما هم زړه نه پرې کیږي میړه مې تاسو یادولی که تاسو هم وانخیست بیا یې نه خرڅوو.
د زنګ وهلې دروازې کغ شو، دروازه پورې شوه. سړي سګریت راوایست. میرمنې یې ورته وویل:
-سګریټ دې ډير کړي نه دي؟
سړي د کور په غولي کې شاوخوا سترګې وغړولې:
-دا کور مو باید له لاسه ونه وځئ ډير ارزانه دی
د کړکۍ پرده کش شوه، د سندرې غږ راغی. سندره لوړه شوه.
پراګ