وحید ګل هاشمي |
د نوې ملګرتیا له جوړولو سره سره پخوانیو ملګرو ته د خپلو احساساتو د ښودلو لپاره فیسبوک د ستړې مشې (سلام، احترام) په پار نوې نښې یا فیچرونه معرفي کړل.
د فیسبوک په دغه تازه نښو کې پخوانی فوک (Foke) نښه هم شامله ده، چې یو چاته به یې د خپل موجودیت احساس ورکولو لپاره کارول کیده.
پر دې سربیره څلور نورې نښې چې هیلو، هُګ، ونک، او های فائیو په نوم یادیږي پر فیسبوک اضافه کیږي.
د جیو نیوز ویبپاڼې په اساس، ویل شوي چې د دې نښو د کارولو لپاره به د فیسبوک کاروونکی خپل پروفایل ته ځي چې هلته به د هیلو په نوم یوه تڼۍ وي چې د هغې په کیکاږلو سره به پنځه واړه نښې راڅرګندیږي چې وروسته تر انتخاب کولو به یې خپل ملګري ته لیږل کیږي.
د فیسبوک دغه نوې نښې د اوس لپاره په بریطانیه، استرالیا، کاناډا، کولمبیا، او فرانسې کې د کارولو وړ دي، خو په لنډ وخت کې به په ټوله نړۍ کې د فیسبوک کاروونکي د دې نښو د کارولو څخه برخمن شي.