وحیدګل هاشمي |

د فیسبوک د کاروونکو لپاره نوی زیری دا دی چې ډیر ژر به دوی له ګیم کولو سره سره ویډیويي اړیکه هم له یوه بل سره ټینګولی شي.

جیو نیوز د میش ایبل ویبپاڼې په حواله خبر ورکړی چې پر فیسبوک به هغه څوک چې د چا سره ګیم کوي د هغه سره به ویډیو چټ هم کولای شي، او د دې تر څنګ به  د ویډیو چټ د ثبت کولو اسانتیا هم موجوده وي.

د ګیم کولو په جریان کې به د مسنجر په پورتنۍ برخه کې د کامرې نوې نښه ښکاري چې په کیکاږلو سره به یې د موبایل مخکنۍ کامره چالانیږي او دواړه لوري به کولی شي یو بل د لوبې کولو په جریان کې وویني.

د یادولو ده چې شاوخوا ۷۰ ګیمونه د فیسبوک پر مسینجر باندې موجود دي، خو د فیسبوک د مرکز په حواله ویل شوي چې ډیر ژر به د اینګري برډ په نوم ګیم هم په مسینجر کې فعال کړی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *