لس تنه انسان تښتوونکي ونیول شول او دوه تنه د تښتوونکو له منګولو ازاد شول .
په ننګرهار کې د ملي امنیت مؤظفینو د هلو ځلو په ترڅ کې لس تنه انسان تښتوونکي ونیول شول او د یو روغتیا پال په ګډون دوه تنه د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول .
په همدې موخه د ولایت مقام رسنیو دفتر کې په جوړ شوي کنفرانس کې ننګرهار والي،د ملي امنیت رئیس،د ولایتي شورا غړو،د کامې ولسوالۍ مسؤلینو او مخورو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د کامې ولسوالۍ د قلعه اخوند سیمې څخه د ایمل په نوم شاوخوا اتلس کلن تنکی ځوان نږدې یوه میاشت وړاندې د انسان تښتوونکو له لورې تښتول شوی وو.
هغه زیاته کړه،د ملي امنیت مؤظفینو د پرلپسې هلو ځلو او په سیمه کې د خلکو په همکارۍ یاد تنکی ځوان د یادې ولسوالۍ په میټاخیلو سیمه کې تر پیدا کولو وروسته د تښتوونکو له منګولو ازاد او په جرم یې لس تنه انسان تښتوونکي ونیول
د ښاغلي منګل په وینا د نیول شوو انسان تښتوونکو مشر خلیل الرحمن نومیږي،چې د لغمان ولایت د بادپښ سیمې اوسیدونکی دی او د هغه سره نور نیول شوي د ګروپ غړي یې رضاخان،بختیار،رئیس خان او ذاکر د کامې ولسوالۍ اوسیدونکي،صلاح الدین د لغمان د قرغیو،حسن خان ، مامور ، فرهاد او فضل الرحمن په نومونو کسان شامل دي .
د ننګرهار والي په وینا نیول شوو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف هم کړی او همدا راز یې د یو تن روغتیا پال جلال الدین،چې څو ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو له لورې تښتول شوی وو،د ملي امنیت منسوبینو د هلو ځلو په ترڅ کې یې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د تښتوونکو له منګولو د ازادیدو خبر ورکړ.
د ملي امنیت رئیس تورنجنرال محمد طاهر مومند د خبرو پر مهال د یادې قضیې د جدي څېړنې او همدا راز په راتلوونکې کې د انسان تښتوونکو پر وړاندې د تر ټولو سخت چلند څخه خبر ورکړ.
د ولایتي شورا غړو اسرارالله مراد او سید مهدي پاچا د خلکو په استازۍ د امنیتي مؤظفینو څخه مننه وکړه،چې د شپه او ورځ هلو ځلو په ترڅ کې د ایمل په نوم تنکی ځوان چې د کراکرۍ هټۍ لري،د تښتوونکو له منګولو ازاد کړ او ټینګار یې وکړ،چې تښتوونکو سره دې د قانون په چوکاټ کې سخت چلند وشي .
د انسان تښتوونکو د لس کسیزګروپ مشر خلیل الرحمن او نورو غړو یې پخپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاتوي،چې دوی د تښتول شوي هلک له کورنۍ څخه د پیسو د ترلاسه کولو پلان درلود،چې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې ونیول شول .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او نورو مسؤلینو له لورې ایمل خپل پلار او نیکه ته وسپارل شو او خوښي ښکاره کړه،چې د دې سترې ستونزې په مخنیوي کې بریالي شول .
د تښتوونکو له منګولو ازاد شوي ایمل وویل،د تښتوونکو له لورې په بې رحمۍ سره وهل شوی،ټکول شوی او له کورنۍ څخه یې ورته د ۳ سوه زره امریکایي ډالرو د ورکړې غوښتنه کوله .
د دې کنفرانس په څنډه کې ننګرهار والي له لورې د کامې ولسوال عطاالرحمن هډه وال،د یادې ولسوالۍ امنیتي مسؤلینو او له مرکز څخه د ملي امنیت ځآنګړي ګروپ ته تقدیر نامې هم ورکړل شوې .
ننګرها ر کې د ورېښمو لار تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس او نندارتون جوړیږي.
ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت او ولایت مقام په ځانګړې همکارۍ د ورېښمو لار تر سر لیک لاندې علمي کنفرانس او دوه ورځنی نندارتون جوړیږي،چې په کې به د مرکز او بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ شمیر خلک ګډون وکړی .
په همدې موخه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې لومړنۍ ناسته وشوه،چې په کې د یاد وزارت د رسنیزو چارو سلاکار محمد صابر مومند،اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم او څو تنو نورو ګډون کړی وو.
د یادو مسؤلینو د معلوماتو له مخې،د ورېښمو لار علمي کنفرانس کې به د مزار، پکتیا، سمنګان ، پروان ، کندوز، بامیان ، هرات او بغلان ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریئسان او د ولایتي شوراګانو فرهنګي مسولین او ګڼ شمیر نور ګډون وکړي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار محمد ګلاب منګل په دې ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د وريښمو لار ترسرلیک لاندې د علمي کنفرانس کوربتوب ویاړ وباله او زیاته يې کړه، د دې علمي کنفرانس او نندارتون پرمټ به هېواد وال د خپلو تاریخي اثارو او تولیداتو څخه خبرشي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ،چې د کنفرانس او نندارتون د جوړیدو په برخه کې به هر ډول تخنیکي، امنیتي او نوره اړینه همکاري ترسره کړي .
ننګرهار والي د ګڼو ستونزو د حل په موخه په قومي یوالي ټینګار وکړ.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د اچین، غني خیلو او دوربابا ولسوالیو قومي مخورو سره د ناستې پرمهال د امنیت د تامین،اختلافاتو د لمنځه وړلو او ګڼ شمیر نورو ستونزو د حل په موخه په قومي یوالي ټینګار وکړ.
یاده ناسته چې د لیندۍ په ۱۹ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه،په ترڅ کې قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د ولسونو ترمنځ د ځمکو پر سر د را منځته شوي ستونزو په حل او په یو شمیر نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سلاکار وزير او د ننګرها ر والي محمد ګلاب منګل د یادو ولسوالیو له قومي مخورو مننه وکړه، چې تل يې دولت سره د امنیت په ټينګښت، مخالفینو په ځپلو او یو شمیر نورو برخو کې بشپړه همکاري کړې.
نوموړي زیاته کړه، د ځمکې اړوند ستونزې د حل په موخه یې سیمې ته پلاوی استولی،ترڅو د حل په موخه هر اړخیزه معلومات را ټول او وروستۍ پرېکړه وشي .
هغه ډاډ ورکړ،چې د ستونزې د حل کېدو وړاندې به هیچا ته پر یاده ځمکه د کار کولو او نورو چارو ترسره کولو اجازه ورنکړي .
ننګرهار والي د یادو ولسوالیو له قومي مخورو غوښتنه وکړه، چې د تیر په څېر خپل منځي یوالی وساتي او له دولت سره په هره برخه کې همکاري لازیاته کړي.
کامې او بهسودو کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د میرمنو لپاره د هګیو چرګانو ۵ سوه فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .
ننګرهار ولایت کامې او بهسودو ولسوالیو کې د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لورې د اتلس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د میرمنو لپاره د هګیو چرګانو ۵ سوه فارمونه تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
په ختیځ زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې مسول رحمت ګل سیرت صافي وویل؛ یاد ۵ سوه فارمونو کې۱۵ زره چرګان ځای په ځای کیږي چې د ورځی ۱۳ زره هګۍ تولیدوي چې د ښځینه وو، د اقتصاد د پیاوړتیا سبب کیږي.
نوموړي وویل، چې د BESOکمپنۍ د یادې پروژې تطبیقونکې اداره ده او په ګډه به یی تر ۱۵ میاشتو پورې نظارت او څارنه کوي.
ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزی وایي، هری ښځینه ګټه اخیستونکې ته ۳۰ دهګۍ چرګې، د خوراکۍ دانه، جالۍ، دروازه، اب خوری، دانه خوری، د اوبو ذخیره، ویټامین، ګلوکوز او انتي بیوتیک شامل دي ورکړل شول.
هغه زیاته کړه، یاد فارمونه او بستې یې په وړیا توګه ور سپارلې او هدف یی د خوړو خوندیتوب او د کورنې اقتصاد پیاوړتیا ده، همدا راز یي د تخمونو او نورې تخنیکي مرستو د برابریدو ډاډ هم ورکړ .
د ننګرهار ولایت کارپوه صمیم کریمزي د یادو فارمونو د ګټې اخیستنې پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې له همکارۍ څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ،چې په دې ولایت کې دې د مالدارۍ د پراختیا په موخه نورفارمونه هم جوړي شي .
ننګرهار کې نهه تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
ننګرهار ولایت په بهسودو،مومندرې او غني خیلو ولسوالیو او مرکز جلال اباد ښار کې پولیسو ۹ تنه د نشه یې توکو ، قاچاق،قتل او یو شمیر نورو قضیو اړوند تورن کسان نیولي دي .
د بهسودو ولسوالۍ پولیسو دوه تنه د قتل په تور،د مومندرې ولسوالۍ پولیسو د هزارناو په سیمه کې په یو عراده مارسډیز موټر کې ۱۷ کار ټنه مبایل،د مبایل چارجرې او نولس کارتنه د مبایل پوښونه،چې په قاچاقي ډول لیږدل کیدل،په تړوا یې درې تنه او د ترافیکو مدیریت پولیسو یو تن په جلال اباد ښار کې د موټر د غلا په تور نیولی دی.
همدا راز پولیسو د غني خیلو ولسوالۍ په مارکو سیمه کې د ګزمې پر مهال په دوه عراده کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي ۵۶ کیلو ګرامه چرس او ۱۶ کیلو ګرامه هیروین د درې تنو سره یو ځای نیولي،چې غوښتل یې خوږیاڼو ولسوالۍ څخه یې غني خیلو ولسوالۍ ته ولیږدوي .
نیول شوي کسان ټول په اړوندو څانګو کې تر پوښتنو لاندې دي.
وسله والو طالبانو دوه ملکي وګړي شهیدان کړل .
ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په مرکخیلو سیمه کې تېره شپه وسله والو طالبانو دوه ملکي وګړي په شهادت رسولی دي .
وژل شوي کسان وزیر او ګل محمد نومیږي،چې هیڅ ډول حکومتي اړیکه یې نه درلوده .
تر دې وړاندې هم تروریستي ډلو د بې ګناه ملکي وګړو په شهادت رسولو سره خپلې شومې کړنې ترسره کړي دي.