نن یکشنبه د هېواد په ټولو سړو سیمو کې د سامع آزموینو لړۍ د کابل له رابعه بلخي عالي لېسې څخه پیل شوه. د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ابراهیم شینواري، چې د آزموینې بهیر یې له نژدې کوت ګډونوالو ته یې د هر ډول روڼتیا ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه، چې تر وروستي بریده هڅې دادي، چې شفافیت تضمین او حق حقدار ته وسپارل شي. 
ښاغلي شینواري زیاته کړه، زموږ یو شمېر ځوانان او پېغلې هر کال د یو شمېر کورنیو او ځینې نورو ستونزو له امله د ښوونځي پرېښودو ته اړ کېږي او بیا د کال په پای کې د مشخصې کړنلارې پر بنسټ له دوی د سامع په نامه ازموینه اخیستل کېږي.
نوموړي یادونه وکړه، له دې امله، چې دا پروګرام په اصل کې زده کړو ته د هر هیوادوال د لاسرسي په موخه پیل شوی و، خو متاسفانه د کارونې ډول یې داسې و، چې تر ډېره هغه کسان په کې حاضرېدل، چې یا به یې هېڅ ښوونځی نه و لیدلی یا به هم د پوهې په داسې کچ کې نه و، چې ازموینه کې دې بریالی شي. موږ له همدې امله په دې آزموینه کې د شفافیت د راوستلو په موخه اړ شو، چې یو لړ بدلونونه راولو. 
ښاغلي شینواري زیاته کړه، ددې لپاره چې دغه آزموینه منسجمه او منظمه شي، پرېکړه وشو، چې یوازې په کابل کې آزموینه واخیستل شي، خو د سړې هوا له امله تصمیم ونیول شو، چې د هر ولایت په مرکز کې هم په مشخصو مرکزونو کې دغه آزموینه واخیستل شي.
د ښاغلي شینواري په خبره، چې همدا اوسمهال ۳۵۰۰ نجونې او هلکان او سلګونه نور په ولایتونو کې راټول شوي، چې دغه آزموینه ورکړي. هغه وویل، په دې آزموینه کې بل نوښت دا شوي، چې ټول هیواد ته پوښتنې له مرکزه استول شوي او له پوښتنو سره یو ځای زموږ د تعلیمي نظارت، عمومي تعلیماتو، د ساینس د مرکز او داسې نورو اداراتو استازي ولایتونو ته تللي، چې هم به د ازموینې بهیر اداره کوي او هم به پایلې اعلانوي. ښاغلي شینواري زیاته کړه، د پخوا پر خلاف، چې پایلې به په دوه یا دریو میاشتو کې اعلانېدې، اوس موږ تصمیم لرو، چې په یوه اوونۍ کې یې مشخصې او اعلان کړو.
ښاغلي شینواري یادونه وکړه، چې هېڅ ځايي چارواکي په آزموینه کې مداخله نشي کولای او په دې برخه کې به هر ډول اندېښنو ته پر خپل وخت ځواب ووايي. پوهنې وزارت هیله من دی، چې ددې پروسې په عملي کولو سره به یو بل ګام د چارو د ښه والي، شفافیت او ځواب ورکولو په برخه کې واخلي او باور لرو، چې افغانستان ته د هر باسواده، تعلیم یافته او په کار پوه شخص وړاندې کول ددې هیواد له پرمختګ سره د مرستې یو ګام دی.
د یادولو وړ ده، چې دغه آزموینه نن پر یوه وخت د هېواد په ټولو سړو ولایتونو کې واخیستل شوه، چې په راتلونکې یوه اونۍ کې به یې پایلې اعلان شي. 
 
په درنښت
د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *