ته یې رایاده کړلې

***

د تېرې شپې

په ښکلي شړکنده باران کې

زما د تیارې کوټې

کړکۍ پرانیستې ولې

زموږ په ګاونډ کې د سنځلې ونې

د باراني خاورې نمجنه څپه

په خپل ښایسته وږم کې ګډه کړله

ټوله فضا پرې معطره شوله

ستا خوشبويي را په یاده کړله

ستا خوشبويي

او د سنځلو عطر ډېر ورته دي

ساه اخیستلو مې روح ښه ارام کړ

****

صفي الله ستانکزی ازادي راډیو کابل ـ د سپټمبر اتمه

۲۰۱۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *