که څه هم د ټلوالې په بغل ننوتي پښتانه همګرايان دا نه مني چې په غزني کې د دوی په خوښه ولسواليو ته نوي امنيه قوماندانان لېږل شوي او زاړه تجربه‌کار قوماندانان ګوښه کړل شوي دي، خو ولس دغه کار د محمد خان بولي او ادعا کوي چې دی غواړي په دې توګه نه يوازې په راتلونکو ټاکنو کې د ځان او ډلې په ګټه زمينه برابره کړي، بلکې تر هغه وخته د قوماندانانو په زور دومره څه هم تر لاسه کړي چې د ټاکنو پر مهال پرې غوړې مېلمستياوې وکړي او موټرو ته پرې تېل واچوي.

تر دې وړاندې د غزني خلکو سرخط ته په وار وار ويلي وو چې همګرايي ډله زاړه قوماندانان له دندو ګوښه کوي او پر ځای يې خپل کسان نصبوي.

همداسې و هم شول، د اندړو، قره‌باغ، اب‌بند او ځينو نورو ولسواليو امنيه قوماندانان يو په بل پسې له دندو ګوښه کړل شول او پر ځای يې داسې کسانو ته واک په لاس ورکړل شو چې نه يې دغه سيمې ليدلې وې، نه يې پکې د خدای بنده پېژانده.

په اجراييه رياست کې د انجينر محمد خان ډلې دغه کار په دوی پسې تړلی و نه باله او حتا لا يې وويل چې دوی ورباندې خبر هم نه دي، خو خلک بيا بل څه وايي.

هغه اندېښنه چې د همګرايانو پخوانيو کړنو او پلانونو ته په کتو، خلکو لا له وړاندې درلوده، دا وه چې دغه نوي قوماندانان به له طالبانو سره لاس يو کړي، د حکومت د واک لمن به راټوله کړي او ناامنۍ به زياتې کړي، همداسې وشول.

اوس د غزني په دوو ولسواليو کې چې امنيه‌ قوماندانان ورته نوي، نابلده او بې‌تجربې کسان ټاکل شوي دي، کيسه کټ مټ همداسې روانه ده.

يوې ولسوالۍ ته خو لا حتا، ولسوال هم د خپل امنيه قوماندان له وېرې نه‌شي تلای، د بلې د بازار تر دوکانونو پورې طالب ترهګر رارسېدلي دي.

که څه هم همګرايان دغه کار د ځان نه بولي، خو د عامو خلکو په باور شا و خوا مياشت وړاندې دغې ډلې د غزني ځينو ولسواليو ته چې چې قره‌باغ او اب‌بند هم پکې شاملې وې، نوي فرمايشي قوماندانان ولېږل.

د پنجشېر ولايت اوسېدونکی صبرالله خان قره‌باغ ته او د مقر اوسېدونکی عبدالله غروال اب‌بند ته د امنيه قوماندان په توګه ولاړ.

اوس حالت داسې دی چې د قره باغ تر بازار پورې طالب ترهګر رارسېدلي دي او د ښار په دوکانونو کې پر خلکو واک چلوي.

صبرالله چې ولسوالي ته ولاړ، لومړی يې د قاچاقبرو لارې ګودرې لټولې چې څه ورڅخه تر لاسه کړي، وروسته يې د سيمې د خلکو په باور له طالبانو سره ګوتې پټې کړې.

له ده څخه د ولسوالۍ تر پنځلس زيات پوليس ناهيلي شوي او دندې يې ورخوشې کړې دي.

طالبان د ښار په دوکانو کې ګرځي، سيمه‌يز پوليس او ملي پوليس چې له ښاغلي صبرالله څخه د اقدام اجازه وغواړي، ورته وايي، ډز ورباندې و نه کړئ. مخې ته يې پرېږدئ چې دوی لا څه کوي.

قوماندان صاحب خپلو عسکرو ته ويلي دي چې تر هغه وخته پورې د ډز اجازه نه لري چې طالب يې پر پوسته ورختلی او پر سرتېري يې ډز نه وي کړی.

په دې سربېره يې په ولسوالي کې فرمان صادر کړی دی چې له پوليسو نيولې، تر نورو دولتي مامورانو او عامو خلکو پورې، که چا په پښتو ورته کومه عريضه يا مکتوب ليکلی و، نه منل کېږي.

بده لا دا چې د سيمې خلک وايي، قوماندان د سيمې شتمن خلک د سيمې خوشې کولو ته مجبور کړي دي.

دوی وايي، قوماندان ته چې څوک لږ په غوښه پټ په نظر ورشي، په ماښام يې کور ته ولاړ وي، ورته وايي، موږ خبر تر لاسه کړی چې طالب ته دې درې سوه زره افغانۍ ورکړې، ما ته به يې هم راکوې.

بيا نو دغه کس مجبوره وي چې خوله يې ورخوږه کړي، که نه د خولې خوند به يې تر مرګه خراب وي.

هلته په اب‌بند کې تر دې هم حالت بتر دی.

د اب‌بند ولسوال جمعه خان اوس د امنيه قوماندان له وېرې ولسوالي ته نه‌شي تلای.

دی وايي، پر خپل قوماندان باور نه لري، هغه له طالبانو سره اړيکې لري او دی وېرېږي چې قوماندان به يې په طالبانو ووژني.

په ولسوالي کې يوازې يوه ودانۍ ده چې پوليس پکې پراته دي، نوره نو درسته ولسوالي لکه طالبانو ته چې په اجاره ورکول شوې وي.

ښوونځی، روغتون او نورې اسانتياوې خو د مرغۍ په پيو بدلې شوې.

خلک دا ټولې ناکردې د اجراييه رياست د محمد خان د ډلې کار بولي، خو دغه ډله ټولې ادعاوې ردوي او وايي، دوی د غزني په چارو او چارواکيو کار نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *