تاند- ټاکل شوې ده چې دوې هندي کمپنۍ په راتلونکو اوونیو کې په افغانستان کې د وارداتي برښنا د مزو د غځولو کار پیل کړي.
هندي کمپنۍ، چې قرارداد ورسره شوی دی، د کاسا زر (د منځنۍ او جنوبي اسیا) پروژه، چې پر اساس یې له قرغیزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته ۱۳۰۰ میګاواټه برښنا رسول کېږي، عملي پړاو ته داخلوي.
د سږ کال په مې میاشت کې افغان چارواکو وویل چې یوه هندي کمپنۍ یې خوښه کړې او عملي کار به وروسته له دې پیل شي چې د قرارداد پړاوونه بشپړ او موافقې نهايی شي.
وروسته په اګست میاشت کې افغان چارواکو وویل چې دا پروژه به په ۳ کلونو کې بشپړه شي او کاسا زر به تر ۲۰۲۰ پورې استفادې ته چمتو وي.
د قرغیزستان او تاجکستان له ۱۳۰۰ میګاواټه وارداتي برښنا څخه به ۳۰۰ میګاواټه په افغانستان کې مصرفېږي او پاتې۱۰۰۰ میګاواټه به پاکستان ته صادره شي. افغانستان به د دې برښنا د صادراتو له درکه د کال ۵۰ ملیون ډالره ترانزیتي حق ترلاسه کوي.
له همدې کبله دا پروژه د افغانستان لپاره زیات اهمیت لري.
په دې پروژه کې د څلورو شاملو هیوادونو په منځ کې افغانستان لومړنی هیواد دی چې د هغې د عملي کولو لپاره یې ګامونه پورته کړي دي.
د افغانستان برښناشرکت ريیس امان الله غالب وايي«موږ د مزایدې او قرارداد ورکولو چارې تر ټاکل شوي ضرب الاجل ۶ میاشتې مخکې بشپړې کړي دي.»
د ټولې پروژې مالي لګښت یو ملیارد او ۲۰۰ ملیون ډالره کېږي خو په دې منځ کې د افغانستان د برخې لګښت ۳۳۵ ملیون ډالرو ته رسېږي چې نړیوال بانک په غاړه اخیستی دی.
د کاسازر د برښنا مزي د افغانستان له ۷ ولایتونو تېرېږي.