پیټر ډاکر وایي، تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې پوه شی مدیران مو کوم ډول معلومات غواړي. که مو مدیر یو دیداري متفکر وي، نو اړ یاست، چې ټول شی په کتبي شکل او ټکي په ټکي ورته اماده کړی څو و يې ګوري او خپل نظر څرګند کړي. که مو مدیر داسې کس وي، چې ټول مسایل باید په خوله ورته شرحه کړی، نو بیا اړیاست چې مخامخ ورته کېنی او د خپلو کړو کارونو په اړه وضاحت ورکړی. که مو د مدیر د لمس قوه پیاوړې وه او د کارونو ارزیابي یې هم په لمسي ډول ترسره کوله هغه ده چې بیا به کوټه په کوټه ګرځي او د هر یوه کارونه به بېل بېل ګوري.
کله، چې تاسو یو داسې کس ته معلومات ورکوی، چې د اورېدو قوه یې پیاوړې وي، تاسو ته وایي چې د مطلب وروستی خط ورته ووایی، خو که تاسو داسې کس ته معلومات ورکوی، چې د لیدو قوه یې پیاوړې وي تاسو ته به وایي دغه ټول څه ماته پر کاغذ ولیکه. خو هغه کسان، چې د مسایلو د حل لپاره له دې دریو واړو حواسو څخه کار اخلي کولی شي په ډېر کم وخت کې او په اسانۍ سره د حل لار ومومي.