پاکستانی زرګون نوټ چې اوس ترې خواوشا ۹ ډالر جوړېږي

تاند – د پاکستان پولي واحد، روپۍ،‌ د امریکایي ډالر په مقابل کې د څلور کاله پخوا وخت ریکارډ مات کړ او د یوه ډالر په وړاندې ان ۱۱۱ روپۍ ته ولوېده.

د پاکستان جیو تلوېزیون وایي چې پاکستانۍ کلداره د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۲مه/ په بین البانکي تبادله کې د ډالر په مقابل کې ۱۱۱ روپۍ ته ښکته شوه.

جیو تلوېزیون د بهرنیو اسعارو د صرافانو له قوله په خپل وېب سایټ لیکلي چې د ډالرو نرخ په بین البانکي مارکېټ کې ۲.۷۵ روپۍ زیات شو، او د یوه ډالر په مقابل کې د ۱۱۰.۵ روپیو هغه ریکارډ یې مات کړ چې کلداره د ۲۰۱۳ د سپتمبر په ۲۵مه ور رسېدلې وه.

اقتصادي چارپوه محمد سهیل جیونیوز ته وویل چې د پاکستانۍ کلدارې د را لوېدلو علت دغه هېواد ته د وارداتو ډېرېدل دي، او زیاته یې کړه چې د مالیې پخواني وزیر په غیرطبیعي ډول د ډالر – کلدارې د تبادلې نرخ په ۱۰۵.۵۰ روپۍ کې ساتلی وو.‌

یو شمېر رسنیو له تېرو څو ورځو راهیسې هغو افغان سوداګرو ته چې په پاکستانۍ کلدارو کاروبار کوي مشوره ورکوله چې خپلې پانګې ډالرو یا افغانیو ته واړوي څو د پاکستانۍ روپۍ د لا نورې خرابېدا په صورت کې مالي ضربه ونه ویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *