د جلال اباد ښار په ۶مې ناحیې کې د وژل شوو ترڅنګ د تښتیدلو غلو د هویت معلومیدو او نیولو په موخه څېړنې پیل شوي .ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې وړمه شپه شاوخوا ۲ بجې د محمد امین په نوم د یو تن کور ته غله ورغلي وو،چې د کور د مسؤل له لورې تر پېژندلو وروسته دوه تنه په ډزو ویشتل شوي وو او پاتې نور یې په تېښته بریالي شوي وو.
د همدې پېښې د څېړنې د غوښتلو او همکارۍ تر لاسه کولو په موخه د قومي مشر زمري احمدزي په مشرۍ د یادې کورنۍ غړو او مخورو د لیندۍ په ۲۱مه ولایت مقام کې ننګرهار والي سره ناسته وکړه .
دوی د یادې پېښې د جدي څېړنې،د غلو د هویت معلومیدو او نیولو،غلا شوو توکو د بېرته تر لاسه کولو او د رامنځته شوې پېښې اړوند کورنۍ د امنیت ساتلو په برخه کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خبرو پر مهال د رامنځته شوې پېښې اړوند کورنۍ د مشر له مېړنې څخه ستاینه او مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې د پېښې څېړنه یې پیل کړې،ترڅو تښتیدلي مجرمین معلوم او د قانون منګولو ته یې وسپاري .
هغه همدا راز په نورو برخو کې هم یادې کورنۍ،مخورو او قومي مشرانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.ننګرهار والي خوږیاڼو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دې ولسوالۍ خلکو ته ډآډ ورکړ،چې خپلو سیمو ته به ورته د ستنیدو زمینه برابره کړي.سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لوړ پوړي نظامي پلاوي په مشرۍ د خوږياڼو ولسوالۍ خرمنۍ سيمې ته د سفر پر مهال د دې ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړ،چې د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې به د داعش څخه ټولې سیمې پاکې او دوی ته به د بېرته را ستنیدو په موخه زمینه برابره کړي .یاد سفر، چې د ليندۍ په ۲۰ مه تر سره شو پر مهال يې د ملي دفاع وزرات لوی درستيز رئیس ارکان جنرال حبيب حصاري، د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري، امنې قومندان لوی پاسوال عبدرحمن رحيمي، سرحدي لواء قومندان جنرال محمد ايوب حسين خېل، عامه نظم اوومې لواء قومندان نصير احمد ساپي،د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد نیسیم سنګین او ګن شمیر نورو منسوبینو شتون درلود.سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې په دې وروستيو کې د خوږياڼو ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د طالب او داعش وسله والو خپلمنځي نښتو له امله په سیمه کې ګڼ شمېر کورنۍ بې ځایه شوي.نوموړې وويل،د يادو وسله والو ډلو د ځپلو په موخه د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې عمليات پيل شوي، چې په ترڅ کې يې ميرزا خېل، نداپان، ماما خېل او يو شمېر نورې سيمې د مخالفینو له شتون څخه پاکې شوي.ده زياته کړه، چې ډېر ژر به د خوږياڼو ولسوالۍ ټولې سيمې د داعش وسله والو له شتون څخه پاکې کړي او د خوږیاڼو ولسوالۍ خلکو ته یې ډاډ ورکړ،چې د بېرته ستنیدو په موخه به ورته ډاډمنه فضا رامنځته کړي .په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د جګړې مشر او د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین مسؤلینو ته د وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه،ګڼ شمیر سیمې د داعش له شتون څخه پاکې کړي او یو شمیر داعشیان یې وژلي،چې جسدونه یې هم په سیمه کې پاتي دي .د دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري خلکو ته ډاډ ورکړ،چې ځواکونو یې په مېړانې سره په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش ځپلو په موخه بریالي عملیات پیل کړي .هغه زیاته کړه،دا عملیات به د خلکو په همکارۍ تر هغې پورې دوام کړي،ترڅو سیمه په بشپړ ډول د داعش له شتون څخه پاکه شي .وزیري د ننګرهار والي څخه هم مننه وکړه،چې د امنیتي ځواکونو له لورې د پیل شوو عملیاتو څخه یې لیدنه وکړه او امنیتي مسؤلین او منسوبین یې وستایل .تر دې وړاندې هم ننګرهار والي محمد ګلاب منګل څلور ځله خوږیاڼو ولسوالۍ ته سفرونه کړي .د خوږیانو ولسوالۍ تر پنځه زرو زیاتو بې ځایه شوو کورنیو سره مرستې شوي.په ننګرهار ولایت کې د حکومتي او مرستندویه ادارو له لورې د خوږیاڼو ولسوالۍ څخه تر پنځه زرو زیاتو بې ځایه شوو کورنیو سره د خوراکي،غېرې خوراکي او نغدي مرستې ترسره شوي.یادې ولسوالۍ ته د بشري مرستو د ارزونې په موخه د اجرائیه ریاست سلاکار څآرنوال عبدالقیوم په وړاندیز د سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د لیندۍ په شلمه د ولایت په مقام کې غونډه وشوه سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، په دې ولایت کې د مرستندویه ادارو په همکارۍ او د حکومتي ادارو د صلاحیت او امکاناتو په ترڅ کې د شل ډلګیو په ګمارنې سره د بې ځایه شوو کورنیو سروې ترسره شوې او لا هم جریان لري .هغه زیاته کړه، د خوږياڼو ولسوالۍ د ۷۸۰۰ کورنیو سروې تر سره شوې، چې له يادې جملې څخه یې۵۸۰۰ کورنيو سره د خوراکي،غېرې خوراکي او نغدي مرستې تر سره کړي او په دې برخه کې د مرستندویه ادارو له مرستو څخه مننه او ستاینه وکړه.ننګرهار والي وویل، د نورو مرستو سربيره بې ځایه شوو کورنيو ته د روغتيا او پوهنې په برخه کې سهولتونه برابر شوي او د زده کوونکو کلنۍ ازموينې هم په نورو ښوونځیو کې اخیستل شوي دي .د اجرائيه رياست د پلاوي مشر څارنوال عبدالقيوم له ولايت مقام او مرستندويه ادارو مسئولينو څخه مننه وکړه، چې د خوږياڼو ولسوالۍ بې ځایه شوو کورنيو سره يې د بشري مرستو په برابرولو کې لازم اقدامات تر سره کړي.نوموړي وويل، چې تر سره شوې مرستې د يادې ولسوالۍ بې ځایه شوو کورنيو ته بسنه نه کوي او ژمنه يې وکړه، چې يادو کورنيو ته به لازمې مرستې برابرولو کې مرسته وکړي .د خواشینۍ پيغامپه ډیرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ،چې پخوانی جهادي شخصيت ، د مولوي خالص د تنظيم د اجرائيه شورا غړي جيد عالم مولوي نجم الدين د ورپېښې ناروغۍ له امله د تل لپاره له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
انا لله ونا الیه راجعونزه د ارواښاد مړینه یوه ستره ضایعه بولم،مرحوم ته د پاک څښتن تعاله ج له درباره د فردوس جنت،کورنۍ،دوستانو او خواخوږو ته یې د جمیل صبر هیله کوم.
محمد ګلاب منګلپه سرحدونو او قبایلو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د ننګرهار والي
جلال اباد ښاروالۍ روان مالي کال د ۲۷۲ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي دي.ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښاروالۍ مسؤلین وایي، د روان مالي کال د پيل څخه تر دې مهاله یې ۲۳۲ میلیونه افغانۍ ثابت او شاوخوا څلوېښت میلیونه افغانۍ غېرې ثابت عواید تر لاسه کړي او همدا راز یې د ښاروالۍ له تائسیس څخه تر دا مهاله د خدمتونو د ترسره کولو له امله ښاریان یو اعشاریه درې میلیاره افغانۍ پوروړي دي .د جلال آباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخيل، چې د لیندۍ په ۲۰مه یې رسنیو دفتر کې د مالي کال د پیل څخه تر دا مهاله د خپلو لاسته راوړنو او نورو برخو په اړه معلومات ورکول،وویل، په وروستیو شپږو میاشتو کې د تېر په پرتله شل میلیونه افغانۍ په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی .هغه زیاته کړه، د مګړۍ د شاوخوا یوسلو لس میلیونه افغانیو په لګښت یې د فارم هډې له پل څخه تر زیتونونو فابریکې پورې،د انګور باغ له څلور لارې څخه تر فارم هډې پل پورې او د سرخ اب پل څخه تر دوه سړکې پورې د سړک جوړونې،پلې لارو ،ګلدانونو او یو شمیر نورې پروژې تر کار لاندې دي .ښاروال وویل، د مالي کال له پیل را هیسې ۲۲۸ کیلومتره ویالي جوړې کړي، ۱۷۷۴ کیلومتره خاوري او ۱۷۶۴۹۰ متره مکعبه کثافات یې ټاکل شوو سیمو ته انتقال کړي، • په اتو ناحیو کې ۵۳ بابه پلچکونه جوړ کړي، ۱۷۰ بابه فلزي کثافات دانۍ او ۱۴ بابه کانکریټی کثافات دانۍ جوړي کړي دي .د جلال اباد سرپرست ښاروال همدا راز وویل، په یاده موده کې ۲۲۱۰ متره ویالې جوړي کړي، قاسم آباد ښارګوټي کې پرسړکونو جغل اچونه او د هوارۍ چارې ترسره کړي، د ښاروالۍ ریاست دننه دریم منزل تعمیر کارونه بشپړ شوي او د پاک او سرسبزه ښار لرلو په موخه یې ۲۵۰۰۰ نیالګي کینولي دي .د ښاروال د معلوماتو له مخې د سولي پارک کارونه تر۶۰ سلنه پوري بشپړ شوي د حاجي عبدالقدیر واټ د ګلدان د اوبو سیستم بشپړ او مکمل شوي او د ګل آغا شیرزي په ښارګوټي کې د استوګنو نومرو خط اچونه هم ترسره شوي .د جلال آباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخيل مخکې وویل، د شهید ادم خان په واټ کې د ګلدان په منځ کې اغزن سیم نصب کړی، د کابل هډي او حلقوي سړک پوري پر سړک قیر اچونه ترسره کړې، د کاسه برج د تعمیر کارونه یې ۹۵ سلنه بشپړ کړي، د پوښتونستان له واټ نه نیولی ترسپین غر هوټل پوري پلې لار په اساسي ډول جوړي کړي او د ۱۲۰۰ متره مربع سړکونو داغ نیونه یې په یاد مالي کال کې ترسره کړې ده .د عمر خیل په وینا د اوومې او اتمې ناحیو لپاره یې د ودانیو او شپږمې او اتمې ناحیو لپاره یې د مارکیټ پر جوړولو کارونه پیل کړي دي،همدا راز یې د امیر شهید بڼ له دروازي نه تر غازي امان الله خان مقبري پوري سړک په اساسي ډول جوړ او قیر کولو څخه هم خبر ورکړ.د سرپرست ښاروال په وینا،په مالي کال کې د جلال اباد ښاروالۍ میلمستون ترمیم کړی، دوسرکي واټ ، د برق پايي ، پښتونستان واټ کټار جوړي کړي او د سره رود دوسرکي نه تر سرخ اب پل پوري دوهم لاین سړک د جوړولو چارې پیل کړي دي .هغه وایي د کابل هډي ، لغمان هډي ، مرستون څلور لاري سړکونو قیر اچونه یې ترسره کړې، د غوچکو سړک چاری یې سرته رسولي او د عید ګاه څلورلاري ، افغانستان بانک ، شهید عبدالحق او عربانو څلورلاري پلچکونه یې هم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي .د جلال اباد سرپرست ښاروال د دې مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې یو شمیر مدني فعالانو او د ناحیو مخورو هم شتون درلود،ګڼ شمیر نور معلومات هم له رسنیو سره شریک کړل .
ننګرهار پوهنتون کې د بشر حقونو نړيوالې اعلاميې د تصويب اويايمه کاليزه د بشر حقونه او اداري فساد تر سرليک لاندې د يو ورځني کنفرانس په ترڅ کې ونمانځل شوه .د ننګرهار پوهنتون او بشر حقونو خپلواک کمېسون د سيمه ييز دفتر له خوا د پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د بشر حقونو په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو مقالې او ويناوې واورول شوې.د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د غونډې د پرانيستې ترڅنګ د اداري فساد د پېژندنې، ډولونو، لاملونو او د مخنيوي پر لارو چارو خپل ترتيب شوى پرېزنټېشن د غونډې برخوالو ته وړاندې کړ.ښاغلي مياخېل د خپلو خبرو پر مهال وويل: اداري فساد هغه ستره ننګونه ده چې نننۍ انساني ټولنه ورسره لاس او ګرېوان ده؛ حکومتوالي يې له ګواښ سره مخ کړې، اقتصادي پرمختګ يې په ټپه درولى او په ټوله کې د ټولنې نظم يې ګډ وډ کړى دى.د پوهنتون رئيس د ټولنې پر ټولو وګړو غږ وکړ چې په ګډه ددغې ناسور مخه ونيسي، که نه نو پايلې به يې ډېرې خطرناکې وي.د بشر حقونو خپلواک کمېسون د ننګرهار د سيمه ييز دفتر مشرې صبرينې حميدي وويل: د دغې ورځې له نمانځې يې موخه په ټولنه کې د ټولنيز عدالت تامين او له تبعيض پرته د ټولنې د ټولو اتباعو د حقونو تحقق او تامينېدل دي.ورپسې د ننګرهار پوهنتون استادانو پوهاند سيداحمد فاطمي او پوهنمل رفيع الله عطاء د بشر حقونو پېژندنه او پر بشر حقونو د اداري فساد اغېزې تر سرليک لاندې ترتيب شوي موضوعات د غونډې برخوالو ته وړاندې کړل.د غونډې په پاى کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو له خوا يو شمېر تمثيلي پارچې هم نندارې ته وړاندې شوې، چې د غونډې د ګډونوالو له خوا يې هرکلى وشو.نوي مالي کال کې د ۲۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په دره نور ولسوالۍ کې پروژې پلي کیږي .سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښونه د دې ولايت د يو شمېر ادارو رئيسانو او مسولينو د دره نور ولسوالۍ د ستونزو حل پّه موخه په یاده ولسوالۍ کې د غونډې پر مهال په نوي مالي کال کې د دوه سوه اتیا میلیونه په ارزښت په یاده ولسوالۍ کې د پروژو د پلي کولو څخه خبر ورکړ.ياده غونډه ، چې په درنور ولسوالۍ کې جوړه شوې وه پر مهال يې د ولايت کارپوه حاجي سبحان الله خطاب وويل ، د ننګرهار والي په لارښوونه يې دې ولسوالۍ ته سفر کړی ، څو په ياده ولسوالۍ کې د بېلا بېلو پروژو د پلي کېدو په موخه د سيمې د خلکو نظرونه راټول او د حل په موخه يې له اړونده ادارو سره شريک کړي.د دره نور ولسوالۍ قومۍ مشرانو ظابط امير محمد درنوي ، تېمر شاه او د ننګرهار ولايت د پشه يي ځوانانو ټولنې غړو له ورغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه ، چې په سيمه کې ورته داوبو او برېښنا بندونو ، سړکونو ، روغتيايي مرکزونو ، ښوونځيو او کرهنې برخه کې ورته پروژې تطبيق کړي ،څو په يادو برخو کې د خلکو ستونزې حل شي. د عامې روغتيا ، کليو پراختيا ، فوايدعامې ، کرهنې او مالدارۍ ، پوهنې ، نشه يي توکو پروړاندې مبارزې او د سينديزې حوزې رياستونو رئيسانو او استازو ژمنه وکړه ، چې په نوي مالي کال کې به د دره نور ولسوالۍ کې په بېلا بېلو برخو کې د بيارغونې پروژې پلې کړي ، څو په اړونده برخو کې د دره نور ولسوالۍ د خلکو ستونزې په بنادي ډول حل شي.د کليو پراختيا رئيس مجيب الرحمن ضيا وويل په نوي مال کال کې به په دره نور ولسوالۍ کې د دوه سوه اتيا ميلیونه افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې پلي کړې ، چې په وينا يې د غه پروژې عامې روغتيا ، کليوپراختيا ، پوهنې او کرهنې وزارتونو له لوري په ګډه پرمخ وړل کېږي.نوموړي وويل: دغه پروژې دولسي تړون پروګرام له لوري تطبيق کېږي ، چې پکې د اوبو بندونه پلچکونه ، سړکونه ، ښوونځي او نورې بېلابېلې پروژې شاملې دي.د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکتر نجیب الله کامه وال د خپلو خبرو پر مهال وویل: دره نور ولسوالۍ صحي خدمات په ښه شکل روان دي او ددې لپاره چې خدمات لا پیاوړي شي د نظارت په موخه یې ټیمونه په سمه توګه نظارت کوي .نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل : قومي مخور، ځوانان او د ولسوالۍ مسولین دې پر خپل له روغتیايي مراکزو څارنه وکړي، دارنګه په روغتیايي مراکزو کې امکانات او درمل په پراخه پیمانه وجود لري.کامه وال زیاته کړه : راتلونکي کې پلان لري چې د دره نوري او ښیوې ولسوالیو لپاره د ولسوالۍ روغتون جوړ کړي چې په دې سره په دره نور ولسوالۍ کې صحي ستونزې راکمې شي.دغه راز د جوړې شوې غونډې پر مهال د بېلا بېلو ادارو رئيسانو او استازو ژمنه وکړه ،چې په خپلو اړونده برخو کې به په دره نور ولسوالۍ کې پروژې تطبيق کړي.د درنور ولسوال محمد عظيم زمري ننګرهار والي څخه مننه وکړه ، چې ياده ولسوالۍ کې د بيارغونې د پروژو د تطيق په موخه يې دغه پلاوی سيمې ته ور استولی.زمري وويل د درنور ولسوالۍ اوسيدونکو د دولت ټول قوانين منلي ،چې په وينا د سيمې خلکو ورسره ژمنه کړې ،چې په خپلو کروندو د کوکنارو کرل شوی فصل لمنځه وړي.نوموړي زياته کړه دره نور يوه پور امنه ولسوالي ده ، چې د هر ډول پروژو دتطبيق لپاره پکې ښه زمينه برابره ده او له ولايتي او مرکزي ادارې يې غوښتنه وکړه ، چې يادې ولسوالۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.د زر متره په اوږد والي عمومي ګلدان ته د اوبو رسونې شبکې جوړې شوې .ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټې کې د دوه نیم سوه زره افغانیو په مالي لګښت د زر متره په اوږد والي عمومي ګلدان د سرسبزۍ لپاره د اوبو رسونې شبکې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د تورخم ښاروال سید سرور پاچا وایي، د ښاروالۍ په دوه نیم سوه زره افغانیو مالي لګښت یې د زر متره په اوږد والي عمومي ګلدان ته یې د اوبو رسونې شبکه د دوو میاشتو په موده کې جوړه کړې،چې د هر پنځوس متره وروسته ورته د اوبو تنظیم کوونکي والونه او شیردانونه نصیب شوي دي .
هغه زیاته کړه، د یادې چارې په ترسره کولو په تورخم کې د ګلدان د اوبو ستونزه په بشپړ ډول حل شوه او له دې وروسته به په ګلدان کې کینول شوي بوټې تورخم ته ځآنګړې ښکلا ورکړي.جلال اباد ښاروالۍ د پاکستان قونسلګرۍ کوڅې څېرمه غرفې او موانع لرې کړې .په ننګرهار ولایت کې د پاکستان قونسلګرۍ څېرمه کوڅه کې اېښودل شوي غرفې او موانع د جلال اباد ښاروالۍ له لورې لرې او د تګ را تګ لاره یې د خلکو پرمخ پرانیسته .
د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمر خیل وایي، د یو کمپاین په ترڅ کې په یاده کوڅه کې اېښودل شوې شل غرفې او ګڼ شمیر موانع لرې کړې او د د مګړۍ د خلکو د تګ راتګ پر مهال لاره په ښه توګه پرانیستې ده .د ښاري نظم کمیسون د سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه په دې وروستیو کې خپلې چارې ګړندۍ کړي او د منظم پلان له مخې په جلال اباد ښار کې د نظم د برابرولو په موخه کار کوي .
په نازيانو او کوټ کې ولسواليو د چارو ښه والي په موخه ناستې وشوېننګرهار ولايت کوټ او نازيانو ولسوالانو د ادارو مسئولینو سره د چارو ښه تر سره کېدو په موخه ناستې وکړې.
د نازيانو ولسوال قاضي صاحبزاده ګل طارق او د کوټ ولسوال سيد رحمن مومند د دغه ناستو په ترڅ کې د ادارو مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې دندې ته پر وخت حاضر شي او ټولې چارې د قانون سره سم پر مخ يوسي.
دوی دغه راز مامورينو ته سپارښتنه وکړه، چې مراجعينو سره ښه چلند وکړي او کارونه يې پرته له ځنډه اجراء کړي.
ولسوالانو د ادارو مسئولينو او مامورينو ستونزې او غوښتنې هم واوريدې او په حل کې يې ورته ډاډ ورکړد ادارو مسئولينو ژمنه وکړه، چې خپلې ټولې چارې به د قانون سره سم او پر وخت اجراء کړي.په بټي کوټ کې د کوکنارو مخنيوي په موخه غونډه وشوهننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې د کوکنارو مخنوي په موخه غونډه تر سره شوه.دغه غونډه، چې د ليندۍ په ۲۰مه د بټي کوټ ولسوالۍ مقام کې جوړه شوې وه په کې د ولايت مقام کارپوه، د نشه يي توکو پر وړاند مبارزې رئیس، د بټي کوټ او غني خېلو ولسوالانو، د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، علماء کرامو، جهادي قومندانانو، قومي مشرانو، بزګرانو او د سيمې يو شمېر نورو اوسیدونکو ګډون کړی و.د دغه غونډې پر مهال د ولايت مقام کارپوه سبحان الله خطاب د غونډې ګډونوالو ته د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پيغام ولوسته، چې په کې له ولسونو غوښتل شوي، څو په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځای حلال فصلونه وکري.نوموړي وويل، چې که څوک کوکنار وکري ځمکه به يې اړول کيږي او کروندګر سره به قانوني کړنه تر سره کيږي.د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې رئیس ادريس ساپي وويل، چې ټول نشه يي توکي حرام دي او بزګران بايد د حرامو پر ځای حلال فصلونه وکري.نوموړي وويل، چې په هېواد کې پر نشه يي توکو د روږدو ځوانانو شمېر مخ پر زياتيدو دی او د بټي کوټ له خلکو يې غوښتنه وکړه، چې پر نوي نسل رحم وکړي او د کوکنارو له کر څخه ډډه وکړي.د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي وویل، چې د کوکنارو مخنيوي په موخه يې کمپاين پيل کړی که څوک کوکنار وکري ځمکه به يې اړول کيږي او کروندګر سره به قانوني چلند تر سره شي.نوموړي د بټي کوټ پر خلکو غږ وکړ، چې د کوکنارو له کر څخه ډډه وکړي او حلال فصلونه وکري.قومي مشرانو او د سيمې اوسيدونکو ژمنه وکړه، چې په خپلو ځمکو کې به د تېر په څېر حلال فصلونه وکري.دوی په خپلو سيمو کې د يو شمېر پروژو د تطبيق غوښتنه وکړه، چې د مسئولينو له لوري ورته د پروژو پلې کېدو ډاډ ورکړل شو.راتلوونکې اونۍ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کیږي .د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې را تلوونکې اونۍ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کیږي،چې په همدې موخه د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال په مشرۍ د اړونده مسؤلینو سره تدابیري او د همغږۍ غونډه ترسره شوه .
د دې ناستې پر مهال مسؤلینو د کمپاین د ښه او بریالي ترسره کېدو په موخه بېلابېل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل .
مسؤلین وایي، د کمپاین د ښه ترسراوي او نظارت په موخه یې بیلا بیل پروګرامونه په لاره اچولي ترڅو یاد کمپاین په سمه توګه ترسره شي.
د خوږياڼو ولسوالۍ د سيمه ييزو پولیسو مشر د چاودنې په ترڅ کې په شهادت ورسید.ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ کږې بازار کې نن د لیندۍ په ۱۹مه شاخوا يوه بجه د سیمه ييزو پولیسو رینجر موټر پسې د تړل شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله د خوږیاڼو ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو مشر حبیب الرحمن په شهادت ورسید.
د خوږیاڼو ولسوالۍ مقام د معلوماتو له مخې په چاودنه کې څلور نور سیمه ییز پولیس او یو ملکي وګړی هم ټپیان شوي دي،چې د درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته لیږل شوي دي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خوږیاڼو ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو مشر په مړینه ژوره خواشیني ښودلې،ارواښاد ته یې د فردوس جنت او د کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر هیله کړې .هغه د یادې پېښې ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا ترڅنګ رامنځته شوې پېښه غندلې ده .درې داعش وسله وال ووژل شول او ګڼ شمیر وسلې،مهمات او نشه يې توکې ونیول شول.ننګرهار ولایت د هسکه مینې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې په یو پټنځای کې د داعش ډلې درې غړې وژل شوي دي .
په همدې حال کې امنیتي منسوبینو د پچیراګام ولسوالۍ په ناریانو او ماڼو سیمو کې عملیات ترسره کړي،چې په ترح کې ۴ میله بېلابېلې وسلې، ۹۱ کیلو ګرامه نشه یې توکې او پنځه جوړه نظامي درشي کشف او تر لاسه کړي دي .
د یو بل خبر له مخې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د دره نور ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۳ جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه وړل شوي دي په اچين کې ۳۰ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه یوړل شولننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د کوکنارو مخنيوي کمپاين په ترڅ کې ۳۰ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه يوړل شول.
د اچين ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري وويل، چې د پيل شوي کمپاين په ترڅ کې نن د ليندۍ په ۱۹ مه هم د يادې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې ۳۰ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول.
نوموړي وويل، چې بزګرانو ته يې لارښوونه وکړه، څو په اړول شوې ځمکه کې غنم وکري.
هغه دغه راز بزګرانو ته خبرداری ورکړ، چې د کوکنارو مخنيوي کمپاين به په دوامداره توګه په ټولو سيمو کې پرمخ وړل کيږي که څوک بیا کوکنار وکري ؛ نو د قانو له مخې به ور سره چلند تر سره شي.
په حصارک ولسوالۍ کې پیل شوي عملیات د ۵۲ وسله والو طالبانو په وژل کېدو پای ته ورسیدل.ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د روانې میاشتې له پنځلسمې نیټې د ځآنګړو ځواکونو له لورې پیل شوي عملیات چې تېره شپه پای ته ورسیدل،په ترڅ کې د مهمو قوماندانانو او غړو په ګډون ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی ګڼ شمیر مهم مرکزونه لمنځه تللي دي .
په وژل شوو وسله والو طالبانو کې د دوی ۱۲ مهم او د بېلابېلو برخو لپاره ټاکل شوي مسؤلین او قوماندانان هم شامل دي .
یاد عملیات،چې د ځانګړو کورنیو ځواکونو له لورې د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترسره کولو پای ته ورسیدل،په ترڅ کې ګڼ شمیر وسلې،مهمات،وسایط او مرکزونه هم د مخالفینو تخریب شوي او یو شمیر یې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .په پچير اګام کې د کوکنارو مخنيوي په موخه له قومي مشرانو کميسون جوړ شوننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ کې د کوکنارو مخنيوي په موخه له قومي مشرانو کمیسون جوړ شو، چې په ياده ولسوالۍ کې به د کوکنارو په مخنيوي کې لازم فعاليتونه تر سره کړي.
د پچير اګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني له قومي مشرانو مننه وکړه، چې له حکومت سره په ټولو قانوني چارو کې همکاري کوي.
نوموړي د کوکنارو مخنيوي کميسون پر جوړيدو خوښي وښوده او له قومي مشرانو يې وغوښتل، چې د کوکنارو په مخنيوي او امنيت ټينګښت کې ور سره لازمه همکاري تر سره کړي.قومي مشرانو ژمنه وکړه، چې په خپله سيمه کې به د کوکنارو کر ته اجازه ور نه کړي او کرل شوي کوکنار به ولس او حکومت سره په همغږۍ لمنځه يوسي.په غني خېلو کې د اته کيلومتره سړک د ترميم چارې پيل شوېننګرهار ولايت غني خېلو ولسوالۍ کې مارکوه بازار ته د غځيدلي اته کيلومتره سړک د ترميم چارې پيل شوې.
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند وويل، چې د دغه سړک د ترميم چارې د دې ولسوالۍ د ښاروالۍ له لوري تر سره کيږي.نوموړي زياته کړه، چې د ترميم چارې به په يوه مياشت کې بشپړې شي.
ده وويل، چې پر ياد سړک د ورځې زرګونه موټر تګ راتګ کوي، چې په دې وروستيو کې د زيات تګ راتګ له امله تخريب شوی دی. ولسوال ډاډ څرګند کړ، چې په دې ولسوالۍ کې به د ټولو فرعي سړکونو ترميم ته زمينه برابره کړي.
پنځه وسله وال مخالفین او ۸ نور د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول.ننګرهار ولایت په هسکه مینه،پچیراګام او سره رود ولسوالیو او مرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې امنیتي مؤظفینو د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال پنځه تنه وسله وال مخالفین او ۸ نور د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي.
د هسکې مینې ولسوالۍ د کوټوالو په سیمه کې پولیسو د پلټنې پر مهال درې تنه د داعش ډلې سره د تړوا او د پچیراګام ولسوالۍ په صبرسفلا سیمه کې دوه تنه د وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور ونیول شول .
په همدې حال کې د سره رود ولسوالۍ پولیسو د امرخیلو په سیمه کې پنځه تنه د جګړې،یو تن د قتل او اوو تنو د ټپي کېدو په تور او همدا راز پولیسو درې تنه په جلال اباد ښار کې د مبایلو د غلا په تور نیولي،چې له ټول نیول شوو کسانو څېړنې جریان لري.د دره نور په ښوونځیو کې د پشه یې ژبې د درسي ساعتونو شمیر دوه برابره زیات شوی دی .ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په ښوونځیو کې په مورنۍ ژبه (پشه یي) د درسي بهیر ساعتونه د پخوا په پرتله دوه برابره زیات شوي دي .د پوهنې سرپرست ريس سيد عيسي سادات دره نور ولسوالۍ ته د سفر او درسي بهير د ارزونې پر مهال د سيمې مخورو او پوهنې امريت د کارکوونکو په ګډه ناسته کې وويل: پوهنې رياست به په نوي کال کې په دره نور ولسوالۍ کې پنځه ويشت تنه نوي ښوونکي پر دندو وګوماري ، چې لس تنه به يي ميرمنې وي .نوموړي همداراز د سيمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د بمبه کوټ د نجونو منځني ښوونځي ته به نوې ودانۍ جوړه او درې نورو ښوونځيو ودانۍ به په اساسي ډول ورغوي.همدارنګه به د دره نور په ولسوالۍ کې د مورنۍ ژبې (پشه يي) د درسي ساعتونو شمير د اوس په پرتله دوه برابره زيات کړي.دسيمې مخورو د پوهنې د سرپرست ريس ددې ژمنو له امله خوښي وښوده او په هره برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.د روداتو ولسوالۍ ښاروالۍ له لوري د يادې ولسوالۍ په بازار کې د دوه ويشت سولري برېښنايي پايو د لګولو چارې پيل شوې .د سلاکار وزير او ننګرهار والي په لارښونه د روداتو ولسوالۍ ښاروالۍ له لوري د يادې ولسوالۍ حصارشاهي بازار کې د درې سوه پنځوس زره افغانيو په لګښت د دوه ويشت سولر برېښنايي پايو ترڅنګ په هره پايه کې يوه بطرۍ ، يو سولر شيشه او يو ګروپ ولګول شول .د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار او د يادې ولسوالۍ ښاروال محمد حسن مومند له هټيوالو غوښتنه وکړه ، چې خپله ماليه او د ښاروالۍ ټېکسونه په خپل وخت تحويل کړي .د سيمې قومي مشرانو په ياده چاره خوښي وښوده او ننګرهاروالي او روداتو ښاروالۍ څخه يې مننه وکړه، همدا راز په راتلوونکي کې د ورته چارو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.په همدې اړه په جوړيو شويو مراسمو کې دروداتو ولسوال ، امنيه قوماندان ، ښاروال ، دسيمې قومي مشرانو ، ديني علماو ، ځوانانو او يو شمېر نورو ګډون کړی و.
خوږياڼو ولسوالۍ نه په رابې ځايه شويو شاوخوا زر کورنېو نغدي،خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.د ننګرهار ولایت کډوالو چارو رياست په هلو ځلو او د بېلا بېلو مرستندويه ادارو په مالي همکارۍ یاده مرسته برابره شوې وه، چې د خوږياڼو ولسوالۍ نا امنه سيمو نه د يادې ولسوالۍ بېلا بېلو امن سيمو ترڅنګ سره رود او جلال اباد ښار ته په رابې ځايه شوو کورنېو تېره ورځ وويشل شوه.د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی وایي،په مرسته کې درې سوه شپږ څلوېښت کورنېو سره د خوراک نړيوالې ادارې لخوا د خوراکي موادو او يوسلو پنځوس کورنيو سره د افغان ايډ او يونسيار ادارو له لوري د اشپز خانې وسائلو مرسته ترسره شوه.فقيرزی وايي ،دوه سوه پنځه اتيا کورنيو سره د ډي ار سي ادارې له لوري نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ديرش ديرش زره افغانۍ او دغه راز دوه سوه شپږڅلوېښت کورنېو سره د IRC ادارې لخوا شپږ شپږ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.نوموړی وايي، شلو کورنېو ته د سرپنا په موخه يوه يوه خېمه ورکړل شوه او ټينګار يې وکړ چې د خوګياڼو ولسوالۍ بې ځايه شويو کورنيو سره به لا نورې مرستې هم وکړي.پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست سره د دفتري وسایلو مرسته وشوه .په ننګرهار ولایت کې پېښو پر وړاندې د چمتوالې ریاست سره د IMC ادارې له لورې د ۱۶ سوه امریکایي ډالرو په ارزښت د دفتري وسایلو،چې په کې میزونه،چوکۍ،کوچونه،قالینې،برېښنایي کولرې او نور توکې شامل دي،مرسته وشوه .
د ولایت مقام کارپوه صمیم کریمزي د یادې مرستې له امله د مرستندویه ادارې څخه مننه وکړه،چې پخوا یې هم په دې ولایت کې پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې سره ورته مرسته ترسره کړې وه .
په همدې حال کې پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې رئیس عبدالبصیر سباوون هم د یادې مؤسسې او ولایت مقام له پاملرنې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه،د یادې مرستې په تر لاسه کولو سره یې د دفتر وسایلو د نشتون په برخه کې تر ډیره کچه ستونزه حل شوه .