تاند- د امریکا پوځ هڅه کوي داسې ځیرک یا سمارټ بوټي (نبات) جوړ کړي چې کیمیايي مواد او الیکترومقناطیسي سیګنالونه موندلی شي.

له دغو ځیرک بوټو څخه به د ماینونو د ساحو په پېژندلو کې هم کار اخیستل کېدای شي.

د انډیپینډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې د (DARPA) اداره د دغو ځیرک بوټو په جوړولو بوخته ده.

ورځپاڼه وايي دا بوټي تهدیدونه مومي او په نامحسوس ډول جاسوسي کوي.

د امریکا د پوځ د دې ادارې هدف دا دی چې یو ډول ځانګړي کیمیايي مواد، رادیواکتیف وړانګې او حتي الیکترومقناطیسي او اتومي سیګنالونه ومومي.

همداراز ویل شوي چې سپوږمکۍ به پر دغو بوټو څارنه کوي.

له دغو مصنوعي بوټو غیرنظامي استفاده هم کېدای شي؛ لکه هغه سیمې پرې پېژندل کېدای شي چې ماینونه پکې اېښودل شوي وي.

لاندې د دارپا یو بل ابتکار لیدلی شئ:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *