تاند- سامسونګ کمپنۍ غواړي چې په جنورۍ کې د (CES) په نندارتون کې یو نوی موبایل راوباسي.
د دې موبایل ټېلفون ځانګړتیا دا ده چې کمره یې بې سارې ده.
سامسونګ ویلي چې د ګلکسي ایس ۹ موبایل کمره یې، چې شاوخوا یوه میاشت وروسته یې نندارې ته وړاندې کوي، په حیرانوونکي ډول قوي ده.
عموماً سامسونګ خپل نوي موبایلونه په مارچ میاشت کې راباسي، خو داسې ښکاري چې له اپل سره د سیالۍ لپاره د جنوبي کوریا دا کمپنۍ غواړي چې خپل نوی محصول ژر راوباسي.
راپورونه وايي چې سامسونګ به د کلیکسي ایس ۹ ترڅنګ یو بل موبایل هم ننندارې ته کښېږدي چې قاتېږي.
دواړه کمپنۍ، یعني هم ساموسنګ او هم اپل د داسې موبایل په راایستلو کار کوي چې د کتاب او کتابچې په شان قاتېږي.
د سامسونګ د دغه موبایل د ځانګړتیاوو په اړه ویل شوي چې شیشه یا سکرین به یې د ګوتتې سیسنر نه لري، د هیډفون جک به یې ۳ اعشاریه ۵ میلي متره وي، کمره به یې دوه لینزونه لري.
ګلیکسي ایس ۹ به دوه ماډولونه لري چې د یوه شیشه به ۶ اعشاریه ۸ او د بل، چې ګلیکسي ۹ ایس پلس دی، ۶ اعشاریه ۲ اینچه وي.
د لومړي بیه ۹۱۶ او د دوهم بیه ۱۰۳۶ ډالره اېښودل شوې ده.