ابلیس څڼې غوړې کړي
ابلیس له ډیرې خوشحالۍ ټوپونه وهي
ابلیس د نوکانو جنګولو ساز سُر کړی
او ابلیس…
هلته دوه ټولی ځوانان یو بل ته ګوته په ماشه ولاړ دي
هلته د اجل وریځې غوټه غوټه ګرځي
او هلته…
د دې امکان شته چې د ټوپک له شپیلۍ د مرګ قاصد په منډه ووځي
د یو چا مرۍ خپک کړي او د یو چا غښتلې پښې سستې کړي
یوه دنګه ځواني لکه نښتر په ملا ماته کړي،په غورځیدو یې زمکه غرب کړي
او دې غرب ته ابلیس تور لاسونه وپړکوي او کټ کټ په خندا شي
هلته دا امکان شته چې د انګړ ور یو ناڅاپه په دوه پټونو خلاص شي
پر اوږو بار کټ ور ننوځي او د خاموشه کور له لوړو دیوالونو چیغې بیرون را ټوپ کړي
هلته د دې امکان شته چې
د هدیرې د اسیرانو شمیره لوړه شي
څو نورې تنګې او تیارې کوډلې اضافه شي، څو نورې شناختې لکې شي
او پر څو نورو قبرونو د اوښکو په بدرګې مات بنګړي وکرل شي
ای،
هدیرې ته وګورئ!
تاسو د بیرغونو وارخطايي وینئ!؟
لاسونه خوځوي او همدا وايي چې د خدای په خاطر مه راځئ او نور هم مه رالیږئ!
×××
های
ابلیس هغه وطن کې غوړې څڼې ګرځي چې خلک یې ځانونه پرښتې ګڼي
خو،
د دومره نوراني پرښتو زور په څو تور مخو ابلیسانو نه رسیږي
او یا له ابلیس سره د مقابلې زحمت نه ګالي
ځوانانو!
ابلیس ته پر مخ شړک ورکړئ
هر یو له مخامخ ولاړ همزولي توده غیږه تاوه کړئ
او:
((… ما د مجلس ياران ليدل چې خاورې شو نه ))
دومره یې سینې پورې جوخت کړئ چې د ابلیس پړک زړه وچوي
زلمیانو!
وګورئ،
د وطن مور بې لوپټې ده
د وطن د مور پرهرونه ناسور دي
د وطن د مور ګریوان څیرې دی
د وطن د مور سترګې ډنډ دي
او…
دا تاسو ته ګوري
اخري اسره یې تاسو یئ
که تاسو خپلې مټې خپله پرې کړئ، نو پوهیږئ څه به وشي؟
بیا به وحشي بادونه راوالوځي، مور به سر تور سر منډې وهي، له پرهرونو به یې وینې څاڅي، ګریوان به یې څیرې وي او سترګې به یې نظر له لاسه ورکړي
اخر په دې ځوانۍ کې دومره ناځواني؟
زما
د نښترو په څير دنګو ځوانانو!
عمر مو زموږ د ځوانیمرګو نښترو په څير مشه
د خپل نیکه (شیخ اسماعیل) خبره واورئ:
(( تـیښته وکــــړه لـــه ابلیسه
چې ابلیس لعین ښکاره شي
هلـته ورکـه پــلوشـــه شي
ټــولــــه نړۍ تــــوره تیاره شي))
ستاسو: (دوست) نعمان
چهار شنبه، د لیندۍ ۲۲مه، سهار- جلال اباد