تاند- د نړیوال بانک استازو په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر عمرزاخېلوال سره د کابل- پېښور د لویې لارې د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وايي، د نړیوال بانک استازو نن /پنجشنبه/ له ده سره په کتنه کې د کابل – پېښور د نوې څلور لاینه لویې لارې پر جزییاتو خبرې وکړې.

زاخېلوال وايي چې ده د دې لارې د جوړېدو ملاتړ وکړ ځکه چې د افغانستان دولت باور لري چې د هیوادونو ترمنځ د ارتباطاتو زیاتوالی نه یوازې د سیمې د سوکالۍ لپاره کلیدي رول لري بلکې د سیمې له ثبات او امنیت سره هم مرسته کوي.

ښاغلي زاخېلوال په دې اړه څه نه دي ویلي چې نړیوال بانک به کله پر دې پروژې کار پیل کړي.

د کابل – پېښور پر لویه لار له یوې خوا د موټرو ترافیک زیات دی او له بلې خوا دا سړک تنګ دی چې له کبله یې زیاتې ترافیکي پېښې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *