تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن /پنجشنبه/ وویل، د افغانستان له خاورې څخه د تروریستي ګواښونو د مخنیوي لپاره ممکن روسیه له امریکا سره همکاري وکړي.
ښاغلي پوتین په خپله کالنۍ خبري غونډه کې له امریکا سره په افغانستان کې د همکارۍ په اړه همداراز وویل«په دې همکاریو کې د مخدرو موادو او نړیوال تروریزم پر ضد مبارزه شاملېږي.»
امریکا په وروستیو کې په هلمند کې د مخدرو موادو د تولید پر لاربراتوارونو او ګودامونو څو حملې وکړې چې له کبله یې د لسګونو ملیون ډالرو تریاک او هیروین له منځه لاړل.
د امریکا دا اقدام د روسیې له تود هرکلي سره مخامخ شو ځکه چې د افغانستان ډېر مخدر مواد روسیې ته قاچاق کېږي.
پوتین په خپلو خبرو کې د افغانستان له حکومت سره هم همکارۍ ته تیاري وښوده، ویې ویل چې روسیه د پخوا په شان د افغانستان د حکومت ملاتړ کوي.
پوتین دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې افغانستان او ځینې لوېدیځ پوځي چارواکي روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنوي.
ولادیمیر پوتین په خپله کالنۍ غونډه کې همداراز وویل چې د راتلونکي میلادي کال د مارچ د میاشتې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خپلواک کاندید په توګه درېږي.
ده هیله وکړه چې روسان به یو وار بیا پرې باور وکړي.
یانې نور به یوبل ته سپي نه شکیري، هر یو به خپل سپي(طالب و داعش) ته ځنځیر اچوي