د یونان بیرغ

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي، ټاکل شوې ده چې افغانستان روانه اوونۍ د لومړي ځل لپاره په یونان کې سفارت پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې د جمعې په ورځ تاند ته وویل چې په اتن کې به ژر سفارت پرانیستل شي.

د یونان د بهرنیو چارو وزیر هم تایید کړه چې ژر به په پلازمېنه اتن کې د افغانستان سفارت پرانیستل شي.

د یونان د باندنیو چارو وزیر نیکوس کوجیاس د جمعې په ورځ د خپل هیواد د نړیوالو چارو او دفاع د کمېټې غونډې ته وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورته ویلي چې په اتن کې سفارت پرانیزي.

د افغانستان حکومت له څو کلونو راهیسې په یونان کې د سفارت د پرانیستلو په لټه کې دی.

په ۲۰۱۲ م کال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې په یونان کې د لسګونو زرو افغانانو د ستونزو د حل کولو لپاره په اتن کې د سفارت د پرانیستلو نیت لري.

په لسګونو زره افغان پناه غوښتونکي، چې هڅه کوي لوېدیځې اروپا ته لاړ شي، په یونان کې اوسي. یونان مېشتي افغانان په خورا سختو او بدو شرایطو کې ژوند کوي.

د یونان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د راروانې دوشنبې په ورځ /دسمبر۱۸/ به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني یونان ته سفر وکړي او په اتن کې به سفارت پرانیزي.

حاضردمه په یونان کې د مېشتو افغانانو چارې په روم کې د افغانستان سفارت اجرا کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *