تاند- طالبان ادعا کوي چې له افغان او بهرنیو پوځیانو څخه یې لیزري وسلې او د شپې دوربینونه اخیستي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن /شنبه/ وویل چې طالبانو له امریکایانو او افغان امنیتي ځواکونو څخه دا وسلې ترلاسه کړي دي.

مجاهد ویلي چې دا وسلې د طالبانو لاس ته یا له بهرنیو ځواکونو سره د نښتو په لړ کې ورغلي او یا افغان ځواکونو پرې پلورلي دي.

ده د ترلاسه کړیو وسلو د ډول په اړه ویلي، په دغو وسلو کې یوه (CheyTac M200) نومېږي او بله (NXS 5.5-22X) چې د ورښت په مهال او د شپې له لوري هدف په مناسب ډول په نخښه کولی شي.

تر دې وړاندې ځینو سرچینو ویلي و چې طالبانو ته دا ډول وسلې روسیې ورکړي دي خو روسیې دا تور رد کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *