تاند- مالیزیايي چارواکي وايي چې په دغه هیواد کې له انترنیټ څخه د کار اخیستو اندازه د اعتیاد حد ته رسېدلې ده.
د مالیزیا د مولټي میډیا یا څورسنیزو چارو مرستیال وزیر جیلاني جوهري وايي، په متوسط ډول هر مالیزاوال د ورځې څلور ساعته انترنیټ کاروي.
د ده په وینا وزارت یې له ۲۰۱۰ څخه په درو پړاوونو کې د انترنیټ د کاروونکو په اړه څېړنه کړې او پایلې یې د اندېښنې وړ دي.
جوهري وویل، په لومړي پړاو کې د انترنیټ د ۷۲۵ کاروونکو څرګندونې وڅېړل شوې چې ورڅخه جوته شوه چې د هغوی په سلو کې ۸۹ په انترنیټ معتاد دي.
د دې څېړنې پایلې همداراز ښيي چې د انترنیټ په سلو کې ۶۰ نور کاروونکي په تشویش اخته دي او په سلو کې ۳۲ یې په سخت ژور خپګان یا دیپرېشن مبتلا شوي دي.
د مالیزیا د مولټي میډیا د مرستیال وزیر په وینا په مالیزیا کې د انترنیټ له ۲۴ ملیونه او یو لک کاروونکو څخه په سلو کې ۸۰ د ټولنیزو رسنیو د کتلو لپاره له انترنیټ څخه کار اخلي.
جوهري وايي، په سلو کې ۷۶ اعشاریه ۱مالیزیایان، چې عمرونه یې د ۲۰ او ۴۹ کلونو ترمنځ دي، په انترنیټ روږدي دي.
د جوهري په وینا په دې حساب که په مالیزیا کې کارول کېدونکی انترنیټ د هیواد په ټولو وګړو ووېشي نو په متوسط ډول هر تن د ورځې ۴ ساعته له انترنیټه کار اخلي.