نورمحمد مسعود|

 د هنګري په پلازمېینه بوداپېسټ کې د کوزې پښتونخوا یو اوسېدونکی چې په قوم افریدی او د پاکستان په خاسه دارو ملېشو کې یې دنده ترسره کوله راسره یو ځای او اشنا شو.

نوموړي ځوان په تورخم کې د خسه دارۍ دنده درلوده او کیسه یې لومړی راته ددندې له موندلو پیل کړه چې ؛ دنده یې په تورخم کې څه ډول ومونده؟ دغه ځوان کیسه کوله چې؛ د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ته یې ۶ لکه کالدارې رشوت ورکړ تر څو په تورخم بندر کې د خسه دار په توګه دنده تر سره کړي.نوموړي ویل (( پوره شپږ لکه کالدارې مې د پولیسو مشر ته ورکړې او هغه هم زه په تورخم بندر کې په دنده وګمارلم)).

ترې ومې پوښتل چې؛ یوه عادي دنده هغه هم خسه دار او شپږ لکه کالدارې رشوت؟ په ځواب کې یې راته وویل چې؛ په ۲ دوه میاشتو کې مې شپږ لکه روپۍ پوره کړې.هر افغان به چې له پولې راواوښت نو؛ څنګ ته به مې کړ له سلو کالدارو رانیولې تر۱۵۰۰ کالدارو مې ترې پیسې اخیستې او بیا مې پېښور ته دتګ اجازه ورکوله.

دغه پاکستاني خسه دار ویل ؛ د پولې هاخوا هغه پښتانه چې په پښتونخوا کې بلد ول او زموږ په خوي او سیسټم پوهېدل په ډېرو خواریو به مو ۱۰۰ کالدارې ترې واخیستې او هغوۍ چې په پښتونخوا کې بلد نه وو مریضان او سیاسرې به ورسره وې نو له ۱۰۰۰ زرو نیولې تر ۱۵۰۰ روپیو مو هم ترې اخیستې چې ماښام د وظیفې په پای ته رسولو سره به مو جېب له پیسو ډک وو او په ډک جېب به کور ته او یا هم تاڼه ته ستانه شوو.

نوړي عجیبه کیسه راته دا وکړه ؛ هغه کسان چې د پاکستان له طرفه افغانستان ته تلل دهغوۍ پنډوکي او وسایل به مو څېړل چې ځینو به په قاچاقي ډول وریجې؛ ووړه او یا هم نور مواد له ځانه سره وړل.

د نوموړي په وینا ډېریو افغانانو به د ځان سره د کور د خوراک لپاره دوه یا درې بوجۍ وریجې پرته له مالیې وړلې چې؛ موږ به یې له موندلو وروسته د هرې بوجۍ پر سر ۳۰۰ کالدارې اخیستې او بیا به مو د تګ اجازه ورکوله. دغه پاکستاني خسه دار د خپلې کیسې په اوږدو کې راته کړل چې موږ به هغه کسان چې؛ لویې ږیرې؛ سپینې خولۍاو سپین کالي به یې پر تن ول او افغانستان ته به تلل ډېر نه تلاشي کول.

ترې ومې پوښتل چې هغه څنګه؟ ده راغبرګه کړه چې یوه ورځ مې یو شخص چې په پورته خاصیتونو سمبال او ملا ډوله شخص ودراوو او له پنډوکو ډکې رېڼۍ (ګاډۍ) د پلټلو مې ورته وویل خو هغه شخص دا اجازه نه راکوله چې رېڼۍ تلاشي کړم. ده ویل چې ماسره د خپل جېب غم و خو سړي راته کړل چې ګوره پښېمانه به شې خو؛ مایې له ننګونو سره سره رېڼۍ ته دتللو اجازه نه ورکوله. نوموړي ویل چې داکس بېرته د پښتونخوا په طرف سره له رېڼۍ وګرزېد پوره ۴ ساعته وروسته په تورو شیشو لرونکي موټر کې کسان راغلل او په دوه ګوتو یې راته اشاره وکړه او ویل یې چې دلته راشه ؟

نوموړي زیاته کړه چې زه هم ورغلم کله چې ورنږدې شوم هماغه ملا ډوله شخص هم په موټر کې ناست و او یوه بل کس راته کړل چې؛ که بیا د زموږ له کسانو سره غرض لرلی وو د تاڼې مخته به د تنه پرته وي خو؛ سر به دنه وي. خسه دار لا هم په هېرېدلې ارواح کړل چې؛ خورا زیات خطر مې احساس کړ او بیا به چې کله هم دا ډول کسان راغلل او افغانستان ته به اوښتل یوه خاصه اشاره به یې وکړه او موږ به هم د یوه نظامي شخص په توګه سلامکۍ ورته وکړه او په خپله مخه به لاړ.

بیا مې ترې وپوښتل ؛ څه فکر کوې چې دغه کسان به څوک ول؟ نوموړي خسه دار وروسته له ډېر ټینګاره راته ویل چې؛ دا هغه ځانمرګي بریددګر وو چې د پاکستان پوځ به په پېښور او د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې روزل او وروسته له روزلو به افغانستان ته استول کېدل. دا کیسه نن راته د پاکستان د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې د هغو تازه څرګندونو په اورېدو رایاده شوه چې وېلي یې دي؛ طالبان د پاکستان په جېب کې نه دي؟ طالبان؛ د طالبانو په روزلو؛ تجهیز؛ تمویل او حمایه کولو کې د پاکستان تر ټولې ټیټې کچې ځواک خاسه دار هم لا لوي لاس لري چې دافغانستان د ورانولو او په لسګونو بې ګناه افغانانو د وژلو او وینو تویولو لپاره یې زېږوي او موږ ته یې د وژلو په موخه رالېږي.

د حنا رباني کهر به سترګې ړندې؛غوږونه کاڼه او ضمیر به یې مړ وي چې د کوټې؛ پېښور؛ او وزیریستان په شوراګانو سترګې پټوي او یا هم نړۍ ته چل ورکوي. د خیبر پښتونخوا د اکوړه خټک د مدرسې په شمول د پاکستان په زرګونو مدرسو کې همدا اوس دافغانستان دجګړې لپاره جګړه ماران جذبیږي؛ دافغان د وژلو لپاره چندې راټولیږي؛ د طالبانو مشران په اسلام اباد او نورو ښارونو کې ازاد ژوند کوي او له هر راز اسانتیاوو برخمن دي خو؛ دپاکستان حکومت او چارواکي لا هم په دغو ټولو حقیقتونو سترګې پټوي او لا هم هڅه کوي چې؛ افغانان او نړیوال په خپلو کاذبو څرګندونو وغولوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *