تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ تایید کړه چې د ۵ کلونو لپاره یې د نامعلومو الوتونکو وسیلو یا رکیبیو په اړه په پټه تحقیقات کړي دي.
د الوتونکو رکیبیو په اړه په ځلونو راپورونه خپاره شوي او سره له دې چې ځینې عکسونه او ویدیوګانې هم اخیستل شوي خو تراوسه پورې معتبرو سرچینو دا راپورونه تایید کړي نه دي.
د نامعلومو الوتونکو وسیلو یا رکیبیو (پیشقابونو) په اړه د امریکا د دفاع وزارت څېړنه په ۲۰۱۲ م کال پای ته رسېدلې ده.
خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون /شنبه/ وویل چې د نامعلومو الوتکو وسایلو د موندلو پر پروګرام ممکن په ملیونونو ډالر لګول شوي وي.
ورځپاڼه وايي، پر دغو څېړنو د امریکا د دفاع وزارت له بودجې څخه له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د کال ۲۲ ملیون ډالره لګول شوي دي.
ورځپاڼه په عین حال کې د څو سرچینو په قول وايي چې دا پروګرام لا هم درول شوی نه دی او دوام لري.
ورځپاڼې په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د امریکا پوځ د تحقیقاتو په لړ کې د مرموزو الوتکونکو وسیلو یا رکیبیو په اړه څه نتیجه ترلاسه کړې او که نه ده.
په پاسني کې ښکارېدونکې رڼا د یوې نامعلومې الوتونکې رکیبۍ له لوري ګڼل شوې ده. د دغه عکس ویدیو خپره شوې خو لا هم په دې بحث کېږي چې ویدیو حقیقي ده او که د انسان په لاس جعل شوې ده.
دا ډول عکسونه او ویدیوګانې مخکې تر دې اخیستل شوي چې درون جوړ شي.