تاند- راپورونه وايي چې انجنیر محمد داوود د بلخ والي ټاکل شوی او عطا محمد نور برطرفه شوی دی.
دا خبر وروسته له دې خپرېږي چې عطا محمد نور د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند له پلاوي سره په خبرو کې د بلخ له ولایته استعفا رد کړه، ورپسې د جمعیت ګوند ځینو مشرانو اعلان وکړ چې د ولسمشر او اجرايي رييس په شمول هیڅ قدرت عطا محمد نور د بلخ له ولایته لېري کولی نه شي.
کره راپورونه وايي چې پلاوي نور ته ویلي چې په خپله خوښه استعفا وکړي خو وروسته له دې چې نوموړي انکار وکړ د جمعیت په پلاوي کې اختلاف پیدا شو، ځینو د نور د دریځ ملاتړ وکړ او ځینو نورو یې مخالفت وکړ.
ایراني رسنیو ته د بلخ د والي نژدې سرچینو ویلي چې نور ته ویل شوي چې له دې ایسته د بلخ والي نه ګڼل کېږي او پر ځای یې انجنیر داوود ګومارل شوی دی.
ټول راپورونه تاییدوي چې د بلخ له ولایته د عطا محمد نور له استعفا سره دواړه هم ولسمشر او هم اجرايي رييس موافق دي.
په همدې حال کې د ایران تسنیم خبري اژانس د اجرايي ریاست د مطبوعاتي مسوول په قول ویلي چې د ملي یووالي حکومت له عطا محمد نور څخه غوښتي چې له بلخ ولایته لاړ شي، کنې د افغانستان د دولت اجرايي ریاست به له نورو انتخابونو کار واخلي.
که څه هم دا نه ده واضیح شوې چې له نورو انتخابونو منظور څه دی خو ګومان کېږي چې له نظامي قوې څخه په استفادې به د بلخ د ولایت له مقام څخه د عطا محمد نور د ایستلو هڅه کېږي.
ارګ یا اجرايي ریاست تراوسه پورې د نور د برطرفۍ او د انجنیر داوود د مقررۍ په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
تر دې پخوا هم د عطا محمد نور د استعفا یا برطرفۍ په اړه څو ځلې خبرونه خپاره شوي خو وروسته رد شوي دي.
دا خو د عطا نور سره ظلم دی ځکه دا ولایت، جایدادونه او یو څوناچیزه میلیاردونه خو ده ته د خپلی مور او نامعلومه پلار نه په میراث پاتی دی
داد شمال امپراتور باید محکمه شی او دارای مصادره شی دا یو خاین دی
مالومه نه ده چې انجنیر داود د عطا له خوا ټاکل شوی او که د ولسمشر لخوا… او چې څو وزارتونه، سفارتونه، ولایتونه به تحفه شوي وي، د شوتلو وطن دی کنه، یو کله پز پورته بل کله پز راځي
His banks accounts have already been frozen, he has to prove how he got that amount of money(two Milyard dollars), and how much taxes he paid unless he might have thought, he is above the laws,
Some people under estimated the capability of US Government. It can freeze the suspicious money no matter in which bank and country it is. All the warlords accounts are under watch and that is why they are nervous and angry on Mr Ghani.
که څه هم زه ټولو کاسبانو ته درناوی لرم او د حدیث شریف په رڼا کې ټول کاسبان د الله تعالی حبیبان او دوستان دی.« الکاسب حبیب الله! »
اما خلیفه عطامحمدنور د خلیفه نورمحمد زوي چې اصلا د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالی د دهنو له ډمانو کلې نه مزار شریف ته ناقل شوی او هلته میشت دي. له یوې خوا خپل پدري کسب ته خیانت وکړ او له بلې خوا د زرګونو افغانانو قاتل ، غاصب ، ظالم او خود خواه سړی دی، له همدې امله د افغانانو د کرکې او نفرت سبب شویدی او زما هم نفرت ترې راځي.
د ښاغلي دوکتور محمد اشرف غني او ښاغلي دوکتور عبدالله عبدالله دا پرېکړه چې خلیفه عطا محمد نور د بلخ ولایت له دندې لري شویدی، مونږ یې په نیک اوښه فال سره نیسو، او ښاغلي انحنیر محمد داود ته چې یو پوه مسلکي انجنیر دی ، پدې نوې دنده کې ورته بریالیتوب غواړو ، هیله ده چې دی د خلیفه نور په لار لاړ نه شي او د ملت غوښتنو او حقوقو ته درناوی وکړي.
عبدالله مظلومیار