ارشیف

تاند- د افغانستان د دولت څو تنه وسله وال مخالفان په کابل کې یوې نیم کاره ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه د ملي امنیت پر رونیز مرکز ډزې کوي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه دی.

د سهار په شاوخوا ۱۰ بجې څو تنه حمله کوونکي د افشار په سیمه کې نیم کاره ودانۍ ته ننوتل. اوس په ودانۍ کې د پټ شویو وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې روانې دي. شاهدان وايي چې په پیل کې یې د چاودنې ږغ هم اورېدلی خو اوس یوازې د ماشنګڼو ډزې اوري.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې وسله وال ترهګر یې په ودانۍ کې محاصره کړي او هڅه کېږي چې ژر تر ژره له منځه یووړل شي.

دا برید د کوټې ښار پر کلیسا له حملې یوه ورځ وروسته کېږي.

پرون وسله والو طالبانو د لشکرګاه په لمنه کې د پولیسو پر پوستو په برید کې شاوخوا ۱۴ تنه پولیس ووژل.

تراوسه پورې په دې اړه معلومات نشته چې د کابل په نننۍ حمله کې د شاملو ترهګرو شمېر څو دی.

د مرګ ژوبلو په اړه هم نه کوم روغتون او نه امنیتي ځواکونو څه ویلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *