بادغیس

تاند- د بادغیس ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د اب کمري ولسوالۍ امنیه قوماندان له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د بادغیس امنیه قوماندان عبدالروف تاج نن /دوشنبه/ رسنیو ته وویل، د اب کمري امنیه قوماندان عبدالروف تاج تېره شپه د دولت له وسله والو مخالفانو سره په جګړه کې شهید شو.

ده همداراز وویل، رسول هغه مهال د دولت د وسله والو مخالفانو په حمله کې شهید شو چې په اب کمري ولسوالي کې د یوې امنیتي پوستې ملاتړ ته روان و. پر دې پوستې د طالبانو له لوري برید شوی و.

له دې جلا تېره شپه په کندهار کې ۵ چاودنې وشوې چې په لړ کې یې ۴ پولیس ژوبل شوي دي.

پرون /یکشنبه/ په هلمند کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې ۱۴ پولیس شهیدان شول.

په همدې حال کې د کابل د نننۍ حملې مسوولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې په قرغه کې له یوې نیم کاره ودانۍ څخه د ملي امنیت د ریاست پر روزنیز مرکز د داعشي ترهګرو ډزې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *