تاند- داعش ډلې په کابل کې د ملي امنیت پر روزنیز مرکز د نننۍ /دوشنبه/ برید مسوولیت په غاړه واخیست.
د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونو په هغه نیم کاره ودانۍ کې، چې تروریستانو پکې پناه اخیستې وه، درې ترهګر ووژل او حمله ورسره پای ته ورسېده.
(د برید د څرنګوالي په اړه دا خبر وګورئ)
د داعش وسله والو په قرغه کې له نیم کاره ودانۍ څخه د ملي امنیت پر روزنیز مرکز د حملې په توګه کار واخیست. تراوسه څرګنده نه ده چې په روزنیز مرکز کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې او که نه ده.
د کورنیو چارو وزارت په نیم کاره ودانۍ کې د تروریستانو د ځپلو په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه هم څه نه دي ویلي.
خو راپورونه وايي چې په دې برید کې ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی.
حمله کوونکو د پولیسو یونیفورم اغوستی و.
داعش یا اسلامي دولت ډلې د خپل خبري اژانس اعماق په ویبپاڼه کې ادعا کړې چې دا برید دوی کړی دی.