تاند- د سعودي عربستان ۳۲ کلن ولیعهد، چې ګڼ شمېر شهزادګان یې د فساد په تور نظر بند کړي، په پټه د نړۍ تر ټولو ګران بیه کور اخیستی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن /دوشنبه/ راپور ورکړ چې شهزاده محمد بن سلمان د فرانسې په لووینس کې (Versailles) سیمې ته نژدې یوه نوې جوړه شوې ودانۍ په ۳۰۰ ملیون ډالره رانیولې ده.

دا کور په درو کلونو کې جوړ شوی دی.

د کور ټول وسایل په ځیرک یا سمارټ ټکنالوژۍ عیار دي. فوارې، څراغونه او د ږغ سیستم یې د نړۍ له هر ګوټ څخه د آیفون له لارې ګول او روښانه کېدای شي.

د دې کور ارزښت یوازې دا نه دی چې په ۳۰۰ ملیون ډالره اخیستل شوی بلکې د لیوناردو داوینچې یوه تابلو ورته په ۴۵۰ ملیون ډالره پېرودل شوې ده.

پر دې سربېره شهزاده سلمان یوه ۴۴۰ فوټه بېړۍ هم اخیستې چې دوه تالابونه (حوضونه) لري او یو هیلي کوپتر پکې ولاړ دی. دا څرخکه یې له یوه روسي څخه اخیستې ده. د

د بېړۍ بیه ۴۹۴ ملیون ډالره ده.

شهزاده سلمان له پاریس څخه یو ساعت (د موټر په سفر) لېرې ۶۲۰ ایکړه نور جایدادونه هم لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *