تاند- د امریکا د جورجیا پوهنتون څېړونکو یو ډول پلستر جوړ کړی چې د واکسین د ستنې کار ورکوي.
دا پلستر کوچنۍ ستنې لري چې کله د انسان پر پوستکي ولګول شي، نو سوی نه احساسوي خو واکسین په ښه ډول د هغه بدن ته تېروي.
لومړنیو ازمېښتونو ښودلې چې دا پلستر د زوکام د واکسین په انتقال کې کامیاب دی او نتیجه یې تر ستنو ښه ده.