په وروستیو کې د افغانستان هڅاندو تاندو ځوانانو د نړۍ په ګڼو هیوادو کې سترې بریاوې ترلاسه کړي. د اولمپیک په نړیوالو لوبو کې د افغانستان لوبغاړو د برونځومډالونه وګټل د لندن په میدانونو کې یې د افغانستان نوم روښانه کړ .
افغانستان د کرکټ په برخه کښې هم د پام وړ پرمختګونه کړې د کرکټ اتلانو په ډیره لنډه موده کې ګڼ شمیر اتلولۍ ترلاسه کړې د کرکټ د ملې لوبډلې کپتان نبی جان عیسی خیل د بنګله دیش په سوداګریزو لوبو کې لکه د لمر روښانه ځلیږي د بنګله دیش میدانونه پری ښایسته دي تیز توپ اچوونکې شاپور ځدران او سمیع الله شینواری هم د خپل کپتان په څیر په بنګله دیش کې لوبیږې د ملې لوبډلي بل پیاوړې لوبغاړې ګلبدین نایب څو ځله ددوبۍ په سوداګریزو لوبو کې د ډیرو تکړه او نوموتو لوبغاړو ترمنځ د لوبې غوره لوبغاړې غوره شوي.
ملې ټیم دوه ځل د شل اوریزو نړیوال جام ولوبوه د اسټرالیا، هندوستان ،انګلستان په څیر د نړۍ له قهرمانو لوبډلو سره میدان ته کیوتل داسې لوبډلې چې د نبې جان، کریم صادق، شهزاد محمدی له پېدایښته مخکې یې نړیوالې مسابقې کولی . اوس که د خدای خوښه وی د پنځوس اوریزو لوبو نړیوال جام به هم لوبوي دا دومره لوی مزل افغان زمریانو ډیر په کمه موده کې ترلاسه کړ .
اوس د فوټبال ملې ټیم داسې تاریخې لاسته راوړنه ترلاسه کړه چې همیش به له یاده ونه وځې د فوټبال بریا په ریښتیا هم نړۍ ته ډیره هیښوونکې وه د هند له ځواکمنې لوبډلې د پایلوبې ګټل اسان کار نه و د هند په لوبډله کې د جاپان د هیواد تکړه لوبغاړي چې ډیره تجربه لري هم شتون لري .
د فوټبال درجه بندي چې کله هم خپریږې افغانستان په کې ځانګړي پرمختګ کړې وې د هند په وړاندې له لوبې ګټلو وروسته له ۱۳۹ نمبر څخه ۱۳۲ نمبر ته ورسید دغه ستاسې هغه ریښتینې اتلان دي چې د نړۍ په هره برخه کې یې که نیپال دي که لندن دي که دوبۍ ده که نمیبیا ده که هند دي که بنګله دیش دي ستاسې بیرغ ستاسې ملې سرود ستاسې هویت ستاسو افغانیت او قهرمانیت ژوندې ساتلي.
دوۍ زمونږ او ستاسې هغه ریښتینې نه ستړې کیدونکې د وطن اصیل بچیان دي چې په ډیرو کمو د نشت برابر وسایلو پر مټ نن د نړۍ د ډیرو باتجربه او پرمختللو هیوادونو پر وړاندې د مقابلې ډګر ته کیوزې دغه اتلانو نړۍ ته روښانه کړه چې مونږافغانان نه یواځې د جنګ په ډکر کې بلکې په هر ډګر کې د ډګر قهرمانان یو او د خوشحال بابا هغه شعر ته یې د عمل جامه اغوستې چې وایې:
لا تر اوسه یې ماغزه په قرار نه دی
چا چې ما سره وهلې سر په سنګ دي
د هند پخوانې ټپونه لا نه و رغیدلې مازغه یې د احمدشاه بابا او سلطان محمود غزنوي له قهرجنو حملو لا تر اوسه بې قراره دي افغان ز مریانو یو ځل بیا د وږو زمریانو په څیر د هند په ککرۍ دوه تندریز ګوزارونه وکړل او په نیپال کې یې تري هم ډګر خپل کړ او د خپلو نیکونو تاریخ یې راژوندي کړ.
دغه اتلان زمونږ د ملې وحدت سمبول دي د پښتون ، تاجک،هزاره،ازبک د ټولو قومونو د زړه ارمان د سترګو تور دي ددې ملت د ټپونو درمل د هیلوغوټۍ دي راځئ خپل دغه اتلان ونازوو د خپل سرګلان یې کړو لاسونه یې ښکل کړو په بریاوو یې وویاړو دا ګیلې تربګنئ پریږدو ځینې ځوانان وایې چې د کرکټ د ملې لوبډلې سره خیانت کیږې او د فوټبال لوبډله نازول کیږې دا کیسې ملې وحدت نړوې زمونږ یووالې له منځه وړي دښمنانو ته د لاسوهنې زمینه برابروې د فقیریار پر اوږو هم ملې بیرغ پروت دي د نبي جان پر اوږو هم ملې بیرغ پروت دي هدف یو دی دا اتلان زمونږ د ملې وحدت استازی دی راځئ چې ټول خپل اتلان پخپلو دعاګانو کې یاد وساتو
Salamoona
We have to respect all our Heros and olders .But dear brother if we see around the world leaders in the past they bealded and did a lot of things for their next generation not just faiting and war.
Jazakullah
Inshallah they will do more and more for thier future and country
ګرانو ورونو اسلام علیکم ډیره ښه لیکنه وه