تاند- د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون نه یوازې د ناپېژندلو شویو الوتونکو وسیلو په اړه د تحقیقاتو خپل پروګرام تایید کړ، بلکې یوه ویدیو یې هم خپره کړه چې دا ډول یوه وسیله پکې ښکاري.

په ویدیو کې دوې امریکايي جټ الوتکې یو نامعلوم الوتونکی شی تعقیبوي.

الوتکې په ۲۰۰۴ م کال د سان دیاګو له ساحله په دغه ناپېژندل شوي وسیلې پسې، چې باور کېږي له انسانانو سره تړاو نه لري، والوتې.

د امریکا د سمندري ځواک د ایف ۱۸ الوتکې یو پېلوټ وايي، دا ډرون دی خو بل وايي چې هوار دی او راڅرخي.

مخکې تر دې چې د امریکا دفاع وزارت دا ویدیو نن /دوشنبه/ خپره کړي، د شنبې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ تایید کړې چې د ۵ کلونو لپاره یې د نامعلومو الوتونکو وسیلو یا رکیبیو په اړه په پټه تحقیقات کړي دي.

د نامعلومو الوتونکو وسیلو یا رکیبیو (پیشقابونو) په اړه د امریکا د دفاع وزارت څېړنه په ۲۰۱۲ م کال پای ته رسېدلې ده.

خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې وویل چې د نامعلومو الوتونکو وسایلو د موندلو پر پروګرام ممکن په ملیونونو ډالر لګول شوي وي.

ورځپاڼه وايي، پر دغو څېړنو د امریکا د دفاع وزارت له بودجې څخه له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ پورې ۲۲ ملیون ډالره لګول شوي دي.

ورځپاڼه په عین حال کې د څو سرچینو په قول وايي چې دا پروګرام لا هم درول شوی نه دی او دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *