۱: نرمه، بې ټکو، نارينه (ی)
الف: نارينه نومونه چې مفرد وي په پای کې کارول کېږي؛ لکه: خټکی، ډانګی، جونګی، سړی، کابلی او…
ب: په نسبتي صفتي يا ستاين نومونو کې هم استفاده کېږي؛ لکه: توريالی، زمری، ننګيالی، لالی او…
ج: د هغو فعلونو لپاره هم کارول کېږي چې د مفرد نارينه نوم لپاه کارول شوي وي؛ لکه: بلال ډېر ګرځېدلی دی، احمد ډېر کرېدلی دی او…
د: د امکاني فعلونو پای کې هم راتللی شي؛ لکه: احمد په خپله هڅه مخته تللی شي، وطن د باغوان په هڅو زرغونېدلای شي، د فريد کور په بې اتفاقۍ سره ورانېدلی شي او…
۲: څرګنده، معروفه (ي)
الف: د هغو مفردو نارينه نومو په پای کې د جمعې لپاره راځي، چې په نرمه (ی) پای ته رسېدلي وي؛ لکه: ځلمی، ځلمي؛ کوچنی، کوچني؛ سړی، سړي او…
ب: د هغو مفرد نارينه نومونو دويم حالت لپاره راځي، چې په نرمه (ی) پای ته رسېدلي وي؛ لکه: ننګيالی درس وايي، ننګيالي درس زده کړ؛ سړی کار کې و، سړي کار کولو؛ بريالی ستړی دی، بريالي ډوډۍ وخوړه او…
ج: د نسبتي نومونو يا نسبتي صفتونو په پای کې هم راځي؛ لکه: خوشحال، خوشحالي؛ ښاد، ښادي؛ بريال، بريالي؛ عثمان، عثماني؛ کريم، کريمي؛ احمد، احمدي او…
د: په يو شمېر کسبي نومونو کې هم راځي، چې د يو کسب ښکارندويي کوي؛ لکه: راکټچي، توپچي، ډولکي او…
هـ: په فعلونو کې هم استفاده کېږي؛ لکه خوري، ساتي، ځي، راځي، کړي او…
۳: اوږده، مجهوله (ې)
الف: هغو مفردو ښځينه نومونو د جمعې لپاره کارول کېږي، چې په زور يا (ه) پای ته رسېدلي وي؛ لکه: پېغله، پېغلې؛ نجونه، نجونې؛ پاڼه، ياڼې او…
ب: د مفردو ښځينه نومونو هغه دوهم حالت لپاره راځي، چې په (ه) يا زور پای ته رسېدلي وي؛ لکه: چاينکه ډکه ده، د چاينکې رنګ مې خوښ دی؛ پلوشه کار کوي، پلوشې کار ختم کړ؛ پاڼه خزان وهلې، د ګلو پاڼې ډېرې ښايسته وي او…
ج: هغو ښځينه صفتونو د جمعې دوهم حالت لپاره راځي، چې په (ه) يا په زور پای ته رسېدلي وي؛ لکه: سره مڼه، سرې مڼې؛ زېړه پاڼه، زېړې پاڼې؛ ښه ښځه، ښې ښځې او…
د: هغو نسبتي فعلونو او صفتونو لپاره هم راځي، چې د ښځينه نومونو لپاره کارول شوي وي يا ګردان شوي وي؛ لکه: سپينې، ښې، ښکلې او…
هـ: په مفردو حقيقي ښځينه نومونو او ښځينه ضميرونو کې هم استفاده کېږي او کشېدونکی غږ لري؛ لکه: ناوې، ادې، ترانې، شملې، هغې او…
ددې (ې) يوه ځانګړنه دا ده، چې خپل هويت د کلمې په منځ کې او هم په سر کې ساتلای شي؛ لکه (مېنه) د جونګړې په مانا ده او (مينه) د محبت په مانا ده.
۴: لکۍ لرونکې، ښځينه (ۍ)
الف: په مفردو ښځينه نومونو کې راځي؛ لکه: خولۍ، جولۍ، څوکۍ، مړۍ، ډوډۍ، نړۍ او…
ب: د ځينو هغو نسبتي صفتونو د جمعې بديل حالت لپاره راځي، چې پر څرګنده (ي) پای ته رسېدلي وي؛ لکه: خوښي، خوښۍ؛ تربګني، تربګنۍ؛ کورني، کورنۍ؛ بهرني، بهرنۍ او…
۵: امري، همزه لرونکې (ئ)
الف: دا ډول (ئ) د امر او نهې فعلونو په پای کې راځي؛ لکه: ځئ، مه ځئ؛ لاړشئ، راشئ؛ کېنئ، مه خورئ او…
ب: په سواليه کې هم ورڅخه استفاده کېږي، البته دلته هم فعل څرګندوي؛ لکه: تاسې کور ته ځئ؟ تاسې خط ليکئ؟ تاسې شور کوئ؟ او…
يادونه: (ۍ، ئ، ی) نوموړې ياګانې کله چې د کلمو په منځ کارول کېږي، نو خپل هويت نشي ساتلای؛ بلکې خپل ځای څرګندې (ي) ته پرېږدي؛ خو د کلمو په پای کې یې بيا شکل څرګندېدای شي. په لاندې شعار کې د پنځو ياګانو استعمال:
تل د ابادۍ پر لوري اوچت کړئ ګامونه که مو سولې ته زړه شي، دا مو شعار دی
ليکوال: تيمور شاه عمران