تاند- بلجیم یوه ښځه په سعودي عربستان کې سفره وټاکله. دا لومړی ځل دی چې یو هیواد په سعودي عربستان کې یوه ښځه سفیره ټاکي.
د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، دومینیک مینیور به راتلونکی کال (۲۰۱۸) ریاض ته لاړه شي.
د سعودي عربستان نوي ټاکل شوي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ژمنه کړې چې خپل هیواد به مدرن یا عصري کړي.
د بلجیم د (وي آر ټي) چاینل د راپور له مخې، اغلې مینیور اوس په متحده عربي اماراتو کې ده او ټاکل شوې ده چې په راتلونکي دوبي کې ریاض ته د سفیرې په توګه لاړه شي.
محمد بن سلمان د روان /۲۰۱۷/ کال د جون په میاشت کې د پاچا سلمان له خوا ولیعهد وټاکل شو.
ده ښځو ته د موټر چلولو په شمول یو لړ ازادۍ ورکړي دي. سعودي ولیعهد روانه میاست پر سینما بندیز هم پای ته ورساوه.
په تېرو ۳۵ کلونو کې په سعودي عربستان کې سینماوې بندې وې خو د تلویزیون له لارې فلمونه خپرېدل.
د سعودي عربستان د ثقافت (کلتور) وزارت د دسمبر په یوولسمه په یوه خبرپاڼه کې وویل«د لومړي ځل لپاره به له ۳۵ کلونو وروسته سینماګانو ته اجازه ورکړل شي چې د راتلونکي میلادي کال له لومړیو څخه فعالیت پیل کړي.»
په سعودي عربستان کې د نولس سوه اتیایمې میلادي لسیزې په لومړیو کې پر سینما بندیز ولګول شو.
تر دې وړاندې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د لومړي ځل لپاره د ښځو لپاره ځانګړی کنسرت جوړ شو چې لبنانۍ سندرغاړې هېبه تواجي په کې سندرې وویلې.
زرګونو عربي ښځو، چې په دغه کنسرت کې یې برخه اخیستې وه، خپلې چپنې لیرې کړې، ټول کړي وېښتان یې خوشې کړل او د خوشحالۍ څرګندونې یې وکړې.
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان، چې ویل کېږي د ریفورمونو او د سعودي عربستان د مدرن کولو کلک پلوی دی، په تېرو څو میاشتو کې د ځینو شهزادګانو د بندي کولو ترڅنګ پراخ اصلاحات پیل کړي دي.
خو لا هم دا هیواد تر نورو عربي هیوادونو د مدني ازادیو په برخه کې ډېر وروسته پاتې دی.