تاند- د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج په دې اندېښنه ښکاره کړه چې د خیبرپښتونخوا په هنګو سیمه کې سیکان په زوره د اسلام منلو ته اړ ایستل کېږي.
مېرمن سوراج د هندوستان سیکانو ته ډاډ ورکړ چې د دې موضوع په اړه به په لوړه کچه له پاکستان سره خبرې وکړي.
پاکستاني رسنیو څه موده مخکې په راپورونو کې ویلي و چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې سیکان اړ ایستل کېږي چې اسلام ته واوړي.
د هند د پنجاب ایالت اعلي وزیر امریندر سینګ نن /سې شنبه/ د ټویټر له لارې د هند له بهرنیو چارو وزیرې اغلې سوراج څخه وغوښتل چې له پاکستان سره د هنګو د سیکانو په اړه خبرې وکړي.
د هند د پنجاب ایالت اکثره اوسېدونکي سیک دي.
امریندر سینګ خبرداری ورکړی چې سیکان نور د جبر په وړاندې لاس تر زنې نه شي کښېنستی.
تر دې وړاندې په تېرو کلونو کې له سند ایالت څخه په لسګونو زره سیکان او هندوان د دې لپاره چې ځايي خلکو یې پر ښځو او لوڼو جنسي تېري کول، مجبوره شوي چې هند ته پناه یوسي.
په سیند کې هم پر هندوانو او سیکانو د دې لپاره فشار راوړل کېده چې خپل دین پرېږدي او اسلام قبول کړي.
له بلې خوا افغانستان ته څېرمه د خیبر ایجنسۍ د تیرا د غرنۍ سیمې ګڼ شمېر سیک مذهبه پښتانه، د سختدریځو ډلو له لوري د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ایستل شوي دي.