تاند- جاپاني ساینسپوهانو داسې شیشه جوړه کړه چې د درز کېدو یا ماتېدو په صورت کې په ۳۰ ثانیو کې بېرته پخپله جوړېږي.
د ساینس (Science) مجلې د راپور له مخې، دا شیشه له یو ډول پخپله کوشیرکېدونکي پولیمیر څخه جوړه شوې چې د توکیو پوهنتون څېړونکو په تصادفي ډول کشف کړ.
دوی پر یو ډول سریښو څېړنه کوله چې دا کشف یې وکړ.
جاپاني څېړونکو ته څرګنده شوه چې که دا پولیمیر ټوټې ټوټې کړي، او بیا جلا شوی ځای د ۳۰ ثانیو لپاره له یو بل سره ټینګ کړي، جلا شوې ټوټې بېرته له یو بل سره کوشیر کېږي.
د جاپان د توکیو پوهنتون څېړونکي وايي، د دې عملیې لپاره پکار ده چې د خونې د تودوښې درجه د سانتي ګراد مثبت ۲۱ وي.
دا سپک پولیمیر (polyether-thiourea) نومېږي او د (thiourea) په نوم له ترکیب څخه پکې کار اخیستل شوی دی.
دا ترکیب د درز د بېرته یوځای کېدو په ځای کې د پولیمیر هایدروجني کوشیر زیاتوي.
له دې ټکنالوژۍ څخه به د موبایلونو او کمپیوټرونو په شیشو کې کار واخیستل شي چې که ماتې هم شي نو پخپله به ترمیم کېږي.