دغه دواړه ډلې وایي چې د امریکا مخالف یو. دواړه د اسلام دعوه کوي، دواړه ځانونه د امریکا دښمنان ګڼي، دواړه د جهاد خبره کوي او هغه څه ته چې دواړه جهاد وایي، په هغه کې هم چندان فرق نشته.
د طالب په حکومت کې چې دوی اسلامي باله، د نارینه وو د جماعت لمونځ په زور و، ږیرې اجباري وې، موسیقي حرامه وه، د ښځو کار او تعلیم بند و، د غله د لاس او پښې غوڅول او د میړوښې ښځې او واده کړي سړي د زنا جزا سنګسار وه. له بلې خوا طالبانو ته د تاریخي آثارو ړنګول ښه ښکارېدل او ثواب یې پکې لید. دغه راز د لونګۍ په سر کول یې ښه ګڼل.
کله چې داعش په عراق او سوریه کې قدرت ته ورسېد او خپل خلافت یې اعلان کړ، همدا طالبي پالیسي یې هوبهو په مخ بیوله. البته، داعشیانو د یزیدیانو نارینه ووژل او د هغوی پېغلې نجونې یې ځانونو ته په نکاح کړې چې طالب دغسې کارنامه نلري او علت یې دا دی چې افغانستان کې د یزیدیانو غوندې کومه بله مذهبي ډله نه وه چې نجونې یې کنیزې او یا په نکاح شي. د طالبانو په وخت کې صرف ګوتو په شمار هندوان په افغانستان کې اوسېدل چې د هغو هم کورنۍ په هندوستان کې وې او دوی مجرد اوسېدل. طالبانو د خپل خلافت په وروستیو وختونو کې دغو ګوته په شمار هندوانو ته هم یو پروګرام جوړ و چې پوره عملي نه شو. طالبي حکومت اعلان کړی و چې هندوان دې سندور وهي او زیړ پټکی دې په سر کوي چې له نورو خلکو یې فرق وشي. په دې شي په هغه وخت کې په دنیا کې اعتراضونه وشول او د هندوانو د سپکاوي او ځورولو لپاره یې یوه سریزه وبلله. البته، د دې پروګرام تر پوره عملي کیدو له مخه لا طالب حکومت نسکور شو او خلک په دې پوه نه شو چې د طالب اصلي مطلب به څه و؟
طالبانو د خپل قدرت په ورستیو ورځو کې د یوې اینجو دوه درې کسه خارجي کارکوونکي په دې تور نیولي وو چې عیسویت خپروي او دلیل دا و چې انجیل ورسره نیول شوی و.
په کابل کې د طالبانو په وخت کې د مارکس او لینین کتابونه چې د کارمل په وخت کې افغانستان ته زیات راغلي وو، په بازارونو کې ازاد خرڅیدل خو له خارجي عیسوي مذهبو سره هم د انجیل پیدا کیدل داسې وګڼل شول لکه په عربستان کې چې له چا سره هیروین پیدا شي.
دا هم د قیامت نخښې باید وګڼو چې هغه څوک چې ځان ته مسلمان وایي او هغه له بل هیڅ کتابه دومره کرکه ونکړي لکه له هغه کتابه چې د مسلمانانو د عقیدې مطابق د خدای یو کتاب و.
مطلب دا چې له غیرمسلمانانو سره په چلند کې هم د طالبانو د عمري خلافت او د داعش د ابوبکري خلافت تر منځ چندان توپیر نه و.
نو دغو ټولو مشابهتونو ته په پام سره دوی ولې دومره سره وران دي چې په افغانستان کې یې اکثره وخت په جګړه کې سره تیریږي او یو بل وژني؟
دې پوښتنې ته اکثره کسان سیاسي ځواب ورکوي او وایي چې اسلام هسې یو نوم دی او د دوی دواړو اصلي مطلب قدرت ته رسېدل دي او د قدرت په لاره کې که طالب او داعش ته امریکا خنډ وي، یا د افغانستان حکومت یا بل هر څوک او هره ډله، دوی هر یو ورسره جنګ کوي.
د دې نظر ردول اسانه نه دي، ځکه که دا نظر ونه منو نو دې پوښتنې ته به څنګه ځواب ورکوو چې داعش او طالب د یو بل مرګ ولې مباح ګڼي او بلکې نن سبا خو دواړو ته اصلي ثواب همدا ښکاري چې د یو بل وینې وبهوي.
زه دې پوښتنې ته یو بل ځواب هم لرم او هغه دا چې کله زموږ عقیده دا شي چې که زموږ نظریه چا ونه منله نو په توره به یې مجبوروو چې زموږ نظریه ومني، او دغه راز کله چې دا عقیده ولرو چې یوازې موږ ښه پوهیږو او حقیقت یوازې موږ ته معلوم دی نو دغسې ډلې او افراد د ګوزارې کولو استعداد له لاسه ورکوي.
طالب او داعش دواړه په دې باور دي چې هغه اسلام حقیقي اسلام دی چې دوی ته حقیقي ښکاري او هر څوک که اسلام د دوی غوندې تعبیر او تفسیر نکړي د هغه مرګ روا دي.
یو نالوستي طالب ته که هم ووایې چې د الازهر شریف علما د اسلام په باره کې داسې وایي، نو که د الازهر شریف د عالم خبره د ده په ذهن کې ځای نه شوه او د ده په طبعه برابره نه وه نو وایي به چې دغه سړی کافر، یا بې لارې یا منافق دی.
داعش هم د شیطان په خره سپور دی او عقیده یې همدا ده چې یوازې دی په سمه لاره روان دی نو هر څوک چې له ده سره ملګرتیا نه کوي او د ده په لاره کې خنډ کیږي، مرګ یې روا ګڼي.
زما مطلب دا دی چې یوازې د سیاسي ګټو اختلاف نه بلکې په فکري او ذهني طرز کې انحراف هم د دې باعث ګرځي چې یوه ډله خونکاره او قاتله شي.
زه ځکه دغو دواړو ډلو او په اسلامي دنیا کې د دوی مشابه ډلو لکه بوکو حرام، الشباب ، القاعده او نورو ته په فکري لحاظ منحرفې وایم چې دوی ته صرف هغه څه حق او اسلام ښکاري چې د دوی زړه یې مني او د فکر د محدودیت او خودپرستي په علت هیڅوخت په دې سوچ نه کوي چې که طالبه او داعشه ته ځان ته مسلمان وایې نو د الازهر شریف شیخ، د قم آیت الله العمظمی، د کعبې شریفې د مسجد امام، د افغانستان د شورای علما مولویان او له مراکش څخه رانیولې تر اندونیزیا پورې شاوخوا دوه میلیارده مسلمانان هم ځانونو ته مسلمان وایې او که حقیقت ووایم تر تاسو په اسلام باندې ښه خبر دي، نو تاسې ته چې نور سم نه ښکاري او خپل نظر د بمونو او انتحار او انفجار په زور ورباندې منئ، نو یقین ولرئ چې بې لارې او ګمراهان یاستئ.