سرخط ورځپاڼه
د بلخ عزل شوي والي پر خپله فېسبوکپاڼه د هغې غونډې انځورونه خپاره کړي دي چې د ده په خبره، د ملي شورا او ولايتي شورا وکيلانو، سياسي شخصيتونو، عالمانو او د افغان امنيتي ځواک قوماندانانو پکې برخه اخيستې وه او له بلخه د عطا د ګوښه کېدو په غبرګون کې يې حکومت ته ګواښونه کړي دي.
عطا شا و خوا ديارلس کاله په بلخ کې د والي په توګه پاتې شوی، هلته يې بانډونه جوړ کړي، ياران او خواخوږي يې پيدا کړي دي او ډېر کسان په ګټو ورسره شريک دي.
دا کومه نوې او نابلده خبره نه ده چې دغسې غونډه به کېږي او ځينې کړۍ او خلک به د بلخ له ولايت مقامه د عطا پر ګوښه کېدو خوا بدوي، خو خوا د سړي هغه وخت بده شي چې د حکومت خپل عسکرو په درېشي کې په داسې غونډه کې برخه اخلي چې حکومت پکې ګواښل کېږي.
تر دې لا بده دا چې د حکومت د امنيتي ځواک قوماندانان، په درېشي کې، په همداسې غونډه کې حکومت ګواښي چې که تر خپله پرېکړه تېر نهشي، بدې پايلې به ورته ولري.
بدې پايلې څه مانا؟
دوی بلوا کوي؟ بغاوت اعلانوي؟ په درېشي کې د سياسي ناندريو په غبرګون کې لارو کوڅو ته راوځي لاريونونه کوي؟ هغه خلک وژني او ډزې ورباندې کوي چې دوی يې د ساتنې لهپاره درېشي په تن کړې او که هغه نظام چپه کوي چې دوی يې د درېشي تر اغوستو وروسته د ساتنې لهپاره پر قران لاس ايښی دی؟
لويه بدمرغي چې ده لا هم امنيتي ارګانونه ملي شوي نه دي، معاش، موټر، وسلې، تېل او بېشمېره امتيازات له حکومته اخلي، خو غوږ يې د نورو خبرو ته نيولی وي.
په حکومت کې کورنيو چارو وزارت له يوې ډلې او دفاع يې له بلې سره وي، له همدې بدبختي بيا عسکر هم يو بل ته د مخالف سيال په سترګه ګوري.
زموږ همدا بدمرغي تر دې وړاندې هم په ډېری ولايتونو کې د دې لامل شوې ده چې پر اردو بريدونه روان وي، پوليس يې مرستې ته نه ورځي. د پوليسو قومانداني تر اور لاندې وي، اردو ته يې غم تر واوره سوړ ښکاري.
موږ ډېر وړاندې لا چيغې وهلې چې امنيتي ارګانونه دې ملي شي، خو چا غوږ نه ورباندې وګراوه، پايله دا شوه چې اوس د حکومت پيشو حکومت ته ميو ميو کوي.
سره له دې چې هغه بله ورځ لا ولسمشر په واز کومې چيغې وهلې چې نظاميان بايد سياسي نه وي، خو دا دی بيا هم د نظام په درېشي کې کسان د حکومت پر ضد په مخالفه ليکه کې ولاړ دي.
د سرتېريو ليکو ته ولس خپل اولادونه د دې لهپاره نه دي ورکړي چې يا پرې پخواني توپکيان وساتي، يا د هغوی ګټې.
ولس د سرتېريو ليکو ته خپل اولادونه د سياسي او ګوندي اړيکو په اساس نه دي لېږلي، بلکې د وطن، خلکو او نظام د ساتلو په پار يې تر قران ايستلي دي.
حکومتونه او نظامونه د سياسي مخالفتونه له امله ډېر کم نړېږي، خو هغه مهال يې دړې وړې کېدل حتمي او لازمي شي چې ولس پر خپل سرتېري بې باوره شي.
هغه مهال چې ولس ته خپل سرتېری دښمن ښکاره شي، له خپله عسکر ووېرېږي، پر خپل ساتونکي باور له لاسه ورکړي او خپل سرتېري ته د شک په سترګه وګوري، بيا نو د حکومت پښې که هر څومره ټينګې وي، هم ښويېږي.
د بلخ د والي په بغاوت ته ورته غونډه کې د شمال زون د نظم عامې قوماندان حسیب الله قریشي، د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري او د ولسواليو امنيه قوماندانان خورا هسکه غاړه ناست دي او په سمه سپينسترګي حکومت ګواښي.
دغه چاره نه يوازې دوی د ولس په سترګو کې د خاين په بڼه انځوروي، بلکې په درست داخله شکونه راپورته کوي او باور ورباندې کمېږي.
حکومت بايد هر څومره ژر چې کېدای شي، دغسې کسانو ته سره کرښه کش کړي.
که درېشي اغوندې، بيا دې نو له سياسي مرداريو خپله سپېڅلې درېشي پاکه وساتي، دا درېشي د وطن د بچيانو په سپېڅلو وينو لړلې ده، په مرداري دې نه چټلېږي او که له سياسي انډوخره ځان نهشي ورټولولای، حکومت دې يې پړی پر شا ورواچوي.
له نظامي درېشي سره د سياسي چټليو ډنډ ته د نظاميانو کښته کېدل، نور له زغمه وتلي دي.
سرخط ورځپاڼه