تاند- د ولسمشر غني له لوري د بلخ د والي عطا محمد نور د استعفا له منل کېدو او په وړاندې یې د نور او جمعیت ګوند له غبرګونه وروسته په مزارشریف ښار کې امنیتي ځواکونه تیارسی شوي دي.

د بلخ امنیه قومانداني وايي چې پولیسو ته یې د تیارسي امر کړی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې ګډوډي جوړه کړي.

راپورونه وايي چې شاوخوا ۶۰۰ پولیس په مزارشریف ښار کې د کونسلګریو، دولتي ادارو او عمومي ځایونو د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.

د بلخ امنیه قومانداني وايي چې د پولیسو ترڅنګ د ملي اردو ځواکونه هم د ښار په حساسو برخو کې ګزمه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې نظم خراب کړي.

د امنیې قومانداني سرچینې وايي چې جمعیت ګوند، په تېره بیا عطا محمد نور او یو شمېر نورو ګوندونو پر خپلو پلویانو په غیر قانوني ډول وسلې وېشلي دي.

امنیه قومانداني د غیر مسوولو وسله والو موجودیت د بلخ ولایت ته تر ټولو جدي خطر ګڼي.

جمعیت ګوند تېره شپه د عطا محمد نور د برطرفۍ په اړه په غونډه کې اعلان وکړ چې که عطا محمد نور بېرته د بلخ والي ونه ټاکل شو، دا ګوند ځان ته هر انتخاب خپل حق ګڼي او د ناوړو پایلو مسوولیت د ارګ په غاړه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *