د وريښمولار ارزښت تر سرلیک لاندې علمي او څيړنیز دوه ورځنی سیمینار پای ته ورسید.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت او د ننګرهار والي په ځانګړې همکارۍ پدې ولايت کې د وریښمو لار ارزښت تر سرلیک لاندې علمي او څيړنیز دوه ورځنی سیمینار نن د لیندۍ په ۲۹مه پای ته ورسید .
دغه علمي او څیړنیز سیمینار، چې د جلا ل اباد ښاروالۍ میلمستون کې جوړ شوی و پکې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر، ننګرهاروالي ، د ملي راډیوتلویزیون عمومي رئیس، د پوهنتون استادانو، د کوزې پښتونخوا نامتو لیکوالانو او استادانو، د بېلابيلو ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيسانو، ولایتي شورا غړو ، پدې ولایت کې د ایران قونسل او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمد رسول باوري وویل، چې د ننګرهار ولایت د مسؤلینو او ولسونو په غوښتنه یې د سمینار دویمه ورځ په ننګرهار کې ترسره کړه او زیاته یې کړه، دا ولایت د افغانستان په کچه ځآنګړی سوداګریز ارزښت لري .
هغه وویل، چې په دې سمینار کې د یوولس ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیسانو ګډون لري،چې دا فرهنګي اوونۍ به په ټولو ولایتونو کې نمانځل کیږي .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خبرو پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير مننه و کړه ، چې د وريښمو لار تاریخی ، اقتصادي او کلتوري موضوع په تړاو يې د علمي او څیړنیز سيمینار د کوربتوب ویاړ يې ننګرها رته ورکړ.
نوموړي زیاته کړه افغانستان د ستراتيژیک اهمیت له مخې په خپل تاریخ کې د یو داسې هیواد په توګه مطرح دی،چې تمدونونه يې سره نښلولي، ملتونه یې سره د سوداګریزې را کړې ورکړې او نیکو روابطو په تار تړلي دي او اهمیت یې نن هم پر ځآی دی .
هغه وویل، نن افغانستان تر بل هر وخت اقتصادي پیاوړتیا او په سوداګریزه برخه کې د پرمختګ اصل ته ژمن دی .
د ولایتي شورا غړي محمد اجمل عمر د حکومت څخه غوښتنه وکړه،چې د ورېښمو لار پروژې ته دې عملي بڼه ورکړي،ترڅو افغانستان د پرمختللو هېوادونو په قطار کې وشمیرل شي .
د دې سمینار په دویمه برخه کې محمد بشیر دودیال، عبدالجبار عابد، برکت شاه کاکړ، خطاب خان فیضي، استاد زرمتي او یو شمیر نورو د ورېښمو د تاریخي لارې د ارزښت په اړه ليکلې مقالې ولوستې .
د دې سمینار په پای کې لیکل شوی پرېکړه لیک د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم له لورې ولوستل شو،چې په کې د ورېښمو د تاریخي لارې د ارزښت په اړه علمي،څېړنېزې، اقتصادي، کلتوري او نورې اړوند لیکل شوو مقالو د چاپ غوښتنه شوې وه .
همدا راز په پرېکړه لیک کې په هغه ولایتونو کې هم د ورته سمینارونو د جوړېدو غوښتنه شوې وه،چې د ورېښمو لار په کې غځیدلې ده،په دې پرېکړه کې د ورېښمو لار ته د تاریخي ارزښت له مخې د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه شوې وه او همدا راز یې د لارې په اوږدو کې د جعرافیوي،اقتصادي، تاریخي او کلتوري ارزښت د ساتلو په موخه د ځآنګړو لوحو پر نصبولو ټینګار کړی وو.
د وريښمولار ارزښت تر سرلیک لاندې علمي او څيړنیز سيمينار لومړۍ ورځ په کابل او دويمه ورځ يې په ننګرهار کې تر سره شوې، چې په کې ګڼ شمېر دولتي مسئولينو او فرهنګيانو ګډون کړی و .
د يادونې وړ ده، چې د وریښمو لار له هنده د افغانستان له لارې چین ته غځیدلې وه او تر اورپا هم رسیدلې وه
دا لاره له هنده راتلله، د جلال اباد پر لاره په وریښمین تنګي تیریده چې دا نوم یې هم له همدې امله دی، کابل ته رارسیدله او بیا له کابله بلخ ته تلله، له بلخ نه یې یو ښاخ د چین پر لور تله او بل خاښ یې د هرات پر لور غځیدله او آخوا به تلله.
د وریښمو په لار له هند نه خوراکي او تزیني توکي چین ته تلل او له چینه به وریښم پرې انتقالیدل.
په افغانستان کې د یونیسف مشره وایي،په دې هېواد کې د روان کال په ترڅ کې د پولیو ناروغۍ ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوي،چې ۳ یې په ننګرهار کې دي.
په افغانستان کې د یونیسف دفتر مشرې ادیلي خیدر، سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال وویل،په دې هېواد کې د روان کال په ترڅ کې د پولیو ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوي،چې دوه یې د ننګرهار په بټي کوټ او یوه یې په مومندره ولسوالۍ کې ده.
د لیندۍ په ۲۸ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د دې لیدنې پر مهال،چې د عامې روغتیا رئيس ډاکټر نجیب الله کاموال هم شتون درلود، سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دې ولایت کې د پوهنې او روغتیا په برخه کې د یونیسف ادارې د ترسره شوو مرستو څخه مننه وکړه .
هغه زیاته کړه، د پولیو ضد واکسین د تطبیق او د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه یې جدي هلي ځلي پیل کړي او په وینا یې د واکسین څخه د محرومو ماشومانو کچه یې د ۱۷ زرو څخه دا ځل ۸ زرو ته را ښکته کړه او هڅه به وکړي،چې دا کچه صفر کړي .
ننګرهار والي وویل،د ټولو ادارو مسؤلینو،علماؤ کرامو،ولسوالانو،مخورو او نورو ته یې سپارښتنې کړې،چې د مسؤلیت له مخې د پولیو ضد واکسین په تطبیق کې هر ډول همکاري وکړي.
ښاغلي منګل د یونیسف له مشرې څخه د دې ولایت د عامې روغتیا ادارې سره د امبولانسونو د مرستې د ژمنې د پلي کولو او همدا راز د دې ادارې سره په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه .
په افغانستان کې د یونیسف دفتر مشرې ادیلي خیدر په ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین په تطبیق کې د ننګرهار ولایت ادارې د هلو ځلو او همکارۍ څخه مننه وکړه،خو ټینګار یې وکړ،چې پاتې ۸ زرو ماشومانو باندې هم د پولیو ضد واکسین تطبیق شي .
هغې وویل،په افغانستان کې د روان کال په ترڅ کې د پولیو ناروغۍ ۱۲ پېښې ثبت شوي،چې درې یې په ننګرهار کې دي.
د یونیسف مشرې په دې ولایت کې د نورو مرستو د ژمنې ترڅنګ شپیته زرو بې ځایه شوو کورنیو سره د غېرې خوراکي کیټونو د مرستې ترسره کولو ژمنه هم وکړه .
د ۹۴ ټپيانو او شهیدانو ورثو سره د ۷ میلیونه او ۳ سوه زره افغانیو نغدي مرسته پیل شوه .
په ننګرهار ولایت کې د بېلابېلو پېښو پر مهال د ۵۲ شهیدانو ورثو او ۴۲ ټپیانو سره د حکومت اجرائیه ریاست له لورې د اووه میلیونه او درې سوه زره افغانیو نغدي مرستې ورکړه پیل شوه.
د اجرايه رياست سلاکار انجينر محمد امان خيری وايي: يادې مرستې د اجرايه رئيس په لارښونه د دولت له لوري د ننګرهار ولايت د بېلابېلو ولسواليو هغه زيانمنو شويو سره تر سره کیږي ، چې د چاودونو او نورو پېښو پرمهال يا شهيدان شوي او يا ټپيان شوي دي ، خيري د ننګرهار ولايت مستوفي عبدالله رقيبي : څخه مننه وکړه ، چې په وينا يې د مرستو په چارو کې يې هلې ځلې وکړې.
د ننګرهار مستوفي مستوفي عبدالله رقیبي د اجرایه ریاست سلاکارانو محمد امان خیرې او میا خان اغا څخه مننه وکړه،چې د دې ولایت شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره د مرستو په تر لاسه کولو کې هلي ځلي کوي .
نوموړي زیاته کړه، د نن ورځې په ترڅ کې درې میلیونه او سل زره افغانۍ د درې څلوېښت شهیدانو وارثینو او ټپیانو ته ورکړې،چې هر ټپي ته پنځوس ـ پنځوس زره او د شهیدانو وارثینو ته سل، سل زره افغانۍ ورکړل شوې .
د هغه په وینا یاده مرسته یې د کامې ،مهمندرې، سره رود ،شینوارو،خوږیاڼو،پچیراګام ،چپرهار ،حصارک، بهسود،لعلپورې،اچین، روداتو،شیرزاد او هسکې مینې ولسوالیو او د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ څخه د شهیدانو وارثینو او ټپیانو لپاره ځانګړې شوې ده .
يو تن مرسته اخیستوونکي سردارولي له حکومت څخه د مرستو له امله مننه وکړه او په راتلوونکي کې له نورو اړمنو سره دمرستو غوښتنه وکړه .
په ننګرهار کې ۲۲ تنو معلولينو د خياطۍ او خامک دوزۍ په برخه کې اته مياشتنۍ زده کړې بشپړې کړې.
د ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس په هلو ځلو او د افغانستان لپاره د سويډن کمټې په مالي مرسته يولس تنه ښځينه معلولينو ته دخامک دوزۍ او يولس تنه نارينو ته دخياطۍ په برخه کې اته مياشتنۍ زده کړې ورکړل شوې.
د کار او ټولنيزو چارو رئيس پوهنيار عبدالحيکم شېرزاد وويل تر دې مهاله يې دبېلابېلو مرستندويه ادارو پرمټ په بېلابېلو حرفو کې نږدې شپاړلس سوه تنه روزلي او په وينا يې ، چې اوس هم په همدې شمېر کې ښځينه او نارينه په بېلابېلو حرفو کې په زده کړو بوخت دي.
نوموړی وايي په ګڼ شمېر کې نورو معلولينو ته يې دبېلابېلو مرستندويه ادارو پرمټ دکارو بار زمينه برابره کړې او لاهم هڅه کوي ، چې دبې وزله او اړمنو خلکو لاس نوی وکړي .
شيرزاد له فارغو غوښتنه وکړه ، چې دخپلې حرفې اړوند وسايلو څخه سالمه ګټه پورته کړي او په پوره پاملرنه يې وکاروي .
په ختيځ زون کې د افغانستان لپاره دسويډن کمټې مسول انجينر عبدلاحد سمون او يو شمېر نورو ويناوالو د کار او ټولنيزو چارو رياست مشرتابه څخه د مننې ترڅنک وويل نږدې پنځه دېرش کاله کېږي ، چې دافغانستان لپاره دسويډن کمېټه د لته فعاليت کوي ، چې تر دې مهاله يې دروغتيا ، پوهنې او نورو بېلابېلو برخو کې دافغانانو په ځانګړې توګه دمعلولنيو دژوند ښه والي په موخه مرستې کړې .
د معلولينو اتحاديې مشر مسعود ساپي هم دکار او ټولنېزو چارو رئيس او مرستندويه ادارې څخه وکړه ، خو ټېنګار يې وکړ ، چې اوس مهال په زرګونو معلولين په ټولنه کې ژوند کوي ، چې دغه فارغان يې کوچنۍ برخه ده .
يوې معلولې روزل شوې فارغې نازو خوښي وښوده ، چې دخامک دوزۍ په برخه کې يې اته مياشتې عملي زده کړې وکړې او دترلاسه شويو کاري وسايلو په کارولو سره به خپلې کورنۍ سره په اقتصادي پياوړتيا کې مرسته وکړي.
د صحي چارو د بهبود په موخه هر راز همکارۍ ته ژمن يو.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د يونيسف ادارې مشرې د ننګرهار عامې روغتيا ريس او کونړ ولايت صحي مسؤلينو سره د بيلابيلو مجلسونو په ترڅ کې وکړې.
د ننګرهار عامې روغتيا رئيس ډاکټرنجيب الله کاموال په هېواد کې د يونيسف دفتر مشرې اديلي خېدر ته د روغتيايي وضعيت او په ختيځه سيمه کې د پوليو کمپاين په تړاو معلومات ورکړل.
کامه وال له خيدر وغوښتل چې په ننګرهار کې د داخلي بې ځايه شويو لپاره ګرځنده ټيمونه زيات کړي، د بي بي فاطمة الزهرا او ننګرهار سيمه ييز روغتون د نويو زيږيدلو کوچنيانو له برخو سره ځانکړې همکاري وکړي.
د يونيسف مشرې اديلي خېدر د خپلو خبرو په ترڅ خوښي څرګنده کړه چې په ننګرهار کې روغتيا يي چارې په ښه توګه روانې دي .
نوموړې د عامې روغتيا ريس ته د کړيو غوښتنو د ژر عملي کيدو ډاډ ورکړ.
همداراز خېدر د خپل يو ورځني سفر په ترڅ کې د کونړ عامې روغتيا ادارې او ولايتي روغتون له مسؤلينو سره ګډ مجلس او په روغتيايي مسايلو بحث وکړ.
د يونيسف ادارې مشرې همدارنګه د کونړ ولايتي روغتون د کوچينانو او نويو زيږيدلو څانګه هم وليده او په پای کې يې د کونړ ولايت په بيلابيلو سيمو کې د پوليو واکسينو د درې ورځيني کمپاين له چارو هم ليدنه وکړه.
په افغانستان کې د یونیسف مشرې د روغتیايي چارو د بهبود په موخه د ننګرهار عامې روغتیا ریس سره ولیدل.
په افغانستان کې د یونیسف دفتر مشرې ادیلي خیدر د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کامه وال سره د راغلي پلاوي په ملتیا ناسته وکړه،چې په ترڅ کې ورسره د دې ولایت د روغتیايي وضعیت او په ختیځه سیمه کې د پولیو کمپاین په تړاو معلومات شریک شول .
نوموړي وويل : د پولیو ناروغۍ د مخنیوي او د کمپاین د ښه ترسراوي په موخه بیلابیل ټيمونه ګمارلي او پخپله هم له بیلابیلو سیمو څخه څارنه کوي.
کامه وال له اغلې خیدر وغوښتل چې په ننګرهار کې د داخلي بې ځایه شویو لپاره سیار ټيمونه زیات کړي، د بي بي فاطمة الزهرا او ننګرهار سیمه ایز روغتون د نویو زیږیدلو کوچنیانو له برخې ځانکړي همکاري وکړي او همدا راز د پولیو د مخنیوي او د پولیو کمپاین د ښه تطبیق په برخه کې د واکسناتورانو کچه زیاته کړي.
په افغانستان کې د یونیسف مشرې ادیلي خیدر د خپلو خبرو په ترڅ خوښي څرګنده کړه چې په ننګرهار ولایت د روغتیا په برخه کې چارې په ښه توګه روانې او دارنګه یې د عامې روغتیا ریس ته د کړیو غوښتنو د ژر عملي کیدو ډاډ ورکړ.
په خوږیاڼو کې د داعش له لورې نیول شوي سیمې د دوی له شتون څخه پاکې شوې .
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو پیره خیلو،تنګي او نورې سیمې،چې د داعش وسله والو له لورې نیول شوې وې،د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د پیل شوو سیلاب ۴ ، ۹نمبر عملیاتو په ترڅ کې د ۷۸ داعشیانو ته په مرګ ژوبلې سره د دوی له شتون څخه پاکې شوې .
د سیلاب ۴ ، نهم نمبر عملیات،چې ۱۱ ورځې وړاندې پیل شوي وو، په ترڅ کې د مهمو غړو په ګډون ۳۶ داعشیان ووژل شول او ۴۲ نور ټپیان شول،همدا راز ۵۲ نیول شوي کلي د داعش له شتون څخه پاک شول .
اوس مهال په سیمه کې د ګډو ځواکونو له لورې تصفیوي عملیات جریان لري.
په دې عملیاتو کې ۵ امنیتي منسوبین هم شهیدان او ۱۱ نور ټپیان شوي وو.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د امنیتي ځواکونو د مېړانې ستاینه وکړه،چې د ټولو وحشتونو سره، سره یې داعشیان وځپل او سیمې د دوی له شتون څخه پاکې کړې .
هغه د خوږیاڼو خلکو ته ډاډ ورکړ،چې د ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د تامین په موخه مهم پروګرامونه لري او د خلکو په همکارۍ به بیا ځل لپاره دښمن ته د تروریستي حرکتونو د ترسره کولو اجازه ورنکړي .
د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو د خوږياڼوولسوالۍ درې سوه اته ديرش بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه.
ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزی وایي، د خوږياڼو ولسوالۍ درې سوه اته ديرش بې ځايه شويو کورنيو سره د اين – ار – سي ادارې له لوري مرسته ترسره شوه ، نوموړی وايي: يادې کورنۍ ،چې دا مهال په سرې قلع او چمتلې سيمو کې ميشتې دي له جملې يې دوه سوه اته څلوېښت کورنيو سره د څوارلس – څوارلس زره او پاتې نوي کورنيو سره د اتلس – اتلس زره افغانيو نغدي مرسته وشوه.
بل لورته د خوراک نړيوالې ادارې له لوري هم د خوږياڼوولسوالۍ دوه سوه بې ځايه شويو کورنيوسره د خوراکي توکو مرسته وشوه، خبر کې ويل شوي په مرسته کې ، چې د خوږياڼو ولسوالۍ په انګړ کې وويشل شوه هرې کورنۍ ته سل کيلو وړه او اووه ليټره غوړي ورکړل شول.
خبر کې دغه راز يادونه شوې ، چې د ننګرهار والي په لارښوونه د کډوالو چارورياست د اضطراري حالاتو امر په مشرۍ د سروې ډلګۍ په سيمه کې د بي ځايه شويو کورنيو د معلومولو په موخه کار کوي ، څو پاتې مستحقې کورنۍ هم له مرستو برخمنې شي.
شپږ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېرې درمل وسوزول شول .
ننګرهار ولایت د ګمرک مؤظفینو له لورې نیول شوي شپږ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېرې درمل د یو ګډ کمیسون پر وړاندې نن د لیندۍ په ۲۸مه وسوزول شول .
د دې ولایت د ګمرک رئیس الهام الدین مظهر وویل، یاد درمل یې تر نیولو وروسته د ګمرک په ګدامونو کې ځای پر ځای کړي وو،چې نن یې د یو ګډ کمیسیون پر وړاندې وسوزول .
هغه زیاته کړه، یاد درمل د ۱۳۹۵ او۱۳۹۶ کلونو په موده کې نیول شوي وو او همدا راز یې د سوداګرو څخه وغوښتل چې هېواد ته د بې کیفیته توکو د را واریدولو په مخنیوي کې له دوی سره بشپړه همکاري وکړي .
په غني خېلو کې پنځوس جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار لمنځه يوړل شول
ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ کې په ۵۰ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار لمنځه يوړل شول او د کوکنارو ۱۲ تنه کروندګر تر نيولو وروسته په ضمانت ازاد شول.
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند وويل، چې د کوکنارو مخنيوي کمپاين په ترڅ کې يې د لیندۍ په ۲۹مه د دې ولسوالۍ پنځه ويشتمې ويالې سيمه کې ۵۰ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول او پر ځای يې غنم وکرل.
نوموړي وويل، چې د دغه کمپاين پر مهال يې ۱۲ تنه د کوکنارو کروندګر هم نيولي و، چې تر ضمانت اخيستلو وروسته ازاد شول.
د يو بل خبر له مخې ننګرهار ولايت اچين ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري د دې ولسوالۍ قومي مشرانو سره د امنيت ټينګښت او کوکنارو مخنيوي په موخه غونډه وکړه، چې د قومي مشرانو له لوري ورته په يادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول .
ننګرهار ولایت په هسکه مینې او سره رود ولسوالیو او مرکز جلال اباد ښار مربوطاتو کې شبږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور د پولیسو له لورې ونیول شول او یو کړۍ ماین کشف او لمنځه یوړل شوو.
د هسکې مینې ولسوالۍ پولیسو د معین کڅ په سیمه کې د پلټنو پر مهال درې شکمن او دوه نور په جنایي قضیه کې د ښکیلتیا له امله نیولي، همدا راز پولیسو د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې هم د یو تن د نشه یې توکو د پرچون پلور په تور نیولی دی .
همدا راز پولیسو د سره رود ولسوالۍ په حلقوي سړک کې د ګزمې پر مهال یو ماین کشف او لمنځه وړی دی .
په چپرهار او کوټ کې ۷۲۶ کيلو ګرامه خام چرس ترلاسه شول
ننګرهار ولايت چپرهار او کوټ ولسواليو کې پوليسو ۷۲۶ کيلو ګرامه خام چرس کشف او ترلاسه کړل.
د معلوماتو له مخې پوليسو د چپرهار ولسوالۍ شعيب کلي کې په يو تراکتور موټر کې له څلورو کسانو سره ۵۸۵ کيلو ګرامه خام چرس، چې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي و ونيول.
په ورته وخت کې د کوټ ولسوال په هڅو پولیسو د ډاګو په سيمه کې ۱۴۱ کيلو ګرامه خام چرس کشف او ترلاسه کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم پولیسو روداتو ولسوالۍ کې څلورو کسانو سره ۶۳۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي نيولي و.
د یو قاضي په ګډون پنځه داعش وسله وال ووژل شول .
ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د پیل شوو سیلاب ۴ ، نهم نمبر عملیاتو په ترڅ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د داعش ډلې د یو قاضي بصیر چې مشهور په شرافت وو،په ګډون ۵ داعشیان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول .
د دې عملیاتو پر مهال عمر کلی،معلم خیل، سپین راغه او مشرانو غونډې سیمې هم د داعش له شتون څخه پاکې شوي، همدا راز د هیروینو دوه فابریکې هم تخریب شوي دي .