تاند- د پارکینسن یا رېږد په ناروغیو د اخته کسانو لپاره ځانګړي بوټونه جوړ شول.

دا بوټونه په دې ناروغۍ د اخته کسانو لپاره پر لاره تګ اسانوي.

د رېږد د ناروغۍ په یو ډول کې، چې ګیټ فریز (gait freeze) نومېږي، ناروغ موقتاً د ګرځېدو په مهال کنټرول له لاسه ورکوي.

دا حالت خطرناک دی ځکه چې د ګرځېدو په وخت ناروغ د مخې خوا ته بې کنټروله کېږي او ځان نه شي تکیه کولی.

په داسې حالت کې که ناروغ مځکه چې تشخیص کړي، یعني لوړې – ژورې درک کړای شي، په لاره تګ ورته اسانېږي.

د هالنډ د توینټ پوهنتون او د (رادبود) پوهنتون د طبي مرکز ساینسپوهانو د لیزر په وسیله داسې بوټونه جوړ کړي چې د پارکینسن یا رېږد ناروغ ته د لارې ځیږوالی او لوړه – ژوره د تشخیص وړ ګرځوي. هر بوټ چې پر مځکه لګېږي، پر مځکه سور رنګه رڼا خپروي او په دې توګه د بوټونو خاوند په اسانه او ډاډه زړه ګامونه اخلي.

تراوسه پورې دا بوټونه د رېږد په ۱۹ ناروغانو ازمویل شوي او نتیجه یې ښه وه.

دوی وايي چې دا بوټونه له ناروغانو سره په ګرځېدو کې په سلو کې ۴۶ مرسته کوي.

ساینسپوهان وايي چې دوی به په راتلونکي وخت کې د دغو بوټونو کیفیت نور هم ښه کړی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *