د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

د مرغومې ۲مه ۱۳۹۶

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، نن د مرغومې میاشتې په ۲ مه نېټه د چین د ولسي جمهوریت له شارژدفیر ښاغلي ژانګ ژیسیین، سره وکتل.

مالیې وزیر د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي او سوداګریز درېیم ګډ کمېسیون له کوربه توب څخه د مننې ترڅنګ، نوموړي سره یې د افغانستان لپاره د لومړیتوب او اړتیا لرونکو پنځه کلنو پروژو په ټولیزه بسته، په سیمه ایزه طرحه کې د افغانستان په ونډې، کابل ته د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک (AIIB ) د لوړپوړي پلاوي په سفر، د هیواد د لیږد رالیږد بنسټیزې پراختیا په موخه د ترانسپورت وزیرانو په ناستې، سیمه ایزې نښلونې او همکارۍ، د پنځو هیوادونو (افغانستان، ایران، تاجکستان، قرغزستان او چین) ترمنځ په ریل پټلۍ، د مرمرینو ډبرو او زعفرانو په برخه کې د دې هیواد په پانګونې او یو شمېرنورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *