بریا، یعنې موخو ته رسېدل. ټول بریالي کسان په اصل کې د موخو درلودونکي دي. هغوی پوهيږي چې څه غواړي، د څه په لټه کې دي او هره ورځ د خپلو موخو په اړه فکر او تمرکز کوي.
موخې ته د رسېدو اصلي لامل په اصل کې د موخې ټاکل دي. د موخو ټاکل مو په ذهن کې مثبته انرژي خپروي او د خلاقیت وړتيا مو تقويه کوي. که موخه ونه لری، ژوند به مو بېځایه تېر کړی وي. موخه درلودل د هغه غشي په څېر دي چې له ليندۍ وځي او مخامخ پر هدف لګېږي.
بریا ته د رسېدو یو اصل دا دی چې مهمه نه ده له کوم ځایه راغلي ياست، بلکې اړینه دا ده چې کوم ځای ته روان یاست. معلومې موخې مو پر ځان باور او وړتیاوې زیاتوي چې په پایله کې ستاسو د بریا لامل کيږي.
د بازار موندنې د مدیریت استاد (ټام هاپکېنز) وایي، موخې د بریا د موټر د تېلو په څېر دي. دا مه هېروئ چې تاسو له یوې ذاتي وړتیا سره نړۍ ته راغلي یاست. د موخو لیکل او په ورځني ډول ورته کار کول د بریا لومړی شرط ګڼل کيږي.