افغان کمانډو ځواک

تاند – د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد د حکومت ۶۶ تنه وسله وال مخالفان وژلي، ۱۷ تنه یې ټپیان کړي او ۴ تنه نور یې نیولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لړ کې ۹ عملیات د ملي امنیت د ادارې د کارمندانو، ۹ عملیات د هوایي ځواکونو او ۹ نور عملیات د ګډو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

خبرپاڼه لیکي چې، د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ قریې د طالبانو له وجوده پاکې شوي دي او یو کس د هغوی له قید نه ازاد شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یادوعملیاتو په ترڅ کې ۱۲ میله وسله ترلاسه شوې او ۱۹ میله نوره یې ویجاړه شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست خبرپاڼه لیکي چې د دغو عملیاتو په ترڅ‌ کې د حکومت ۱۲ وسله وال مخالفان نیول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *