تاند – د بلخ ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال سیدکمال سادات وایي چې هغه د مرکز د امر تابع دی او هر څه چې د کورنیو چارو وزارت ورته ووایي هغه به عملي کوي.
ښاغلي سادات دا خبرې نن سې شنبه /د ډسمبر ۲۶مه/ د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د خلکو د ستونزو حلولو په یوه غونډه کې وکړې.
نوموړي وویل چې ډېر والیان او نور چارواکي بدل شوي خو ستونزه نه ده را ولاړه شوې او که په بلخ کې کومه ستونزه راپورته کیږي هغه به د کورنیو چارو د وزارت حکمونه عملي کوي.
ولسمشر غني د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور، چې ویل کیږي د پیسو په اختلاس او بشر ضد جرمونو کې ښکېل وو او په بلخ کې یې ځان ته نا اعلان شوې واکمني جوړه کړې وه، استعفا د ډسمبر په ۱۸مه ومنله خو نور وویل چې خپله استعفا ورته د منلو وړ نه ده او هیڅوک دا صلاحیت نه لري چې نوموړی د بلخ ولایت له مقام څخه لیرې کړي.
د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسفزاده تېره ورځ /د ډسمبر ۲۵مه/ رسنیو ته وویل چې د بلخ ولایت د نوي والي انجنیر محمد داود په ځای پرځای کولو کار روان دی او نوموړی به ژر د بلخ ولایت واک ترلاسه کړي.