تاند- د افغانستان او هند ترمنځ دوهم هوايي کوریدور (دهلېز) نن /چهارشنبه/ پرانیستل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال خان جان الکوزي خبریالانو ته وویل چې له کابل څخه د هند مومبي ښار ته په افغاني محصلاتو بار الوتکه روانه شوه.

د الکوزي په وینا په دې الوتکه کې د افغانستان وچې او لندې مېوې او نور محصولات مومبي ته یووړل شول.

مومبي د هند تر ټولو ستر ښار دی چې د دغه هیواد په جنوب کې موقعیت لري.

تر دې وړاندې له کندهار او کابل څخه د هند امرتسر ته د افغانستان محصولات د هوا له لارې استول شوي او لا هم د دا کوردور فعال دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *