((عزیز خان هوتک))
یو شمیر سیاستوال چې تل حکومت ننګوي د سیاسي باج اخیستو لپاره ګواښ کوي څو د نظام لپاره سرخوږی جوړ کړي. د عطامحمد نور او د هغه د پلویانو ورستي ګواښونه یوازې د سیاسي باج اخیستو لپاره دې او هيڅ ډول ناغیړه کار نه شي ترسره کولی.
د نظار شورا په ځانګړې توګه د اسلامي جمعیت یو شمېر کړۍ له حکومت څخه د باج اخیستو لپاره په تیرو ۱۵ کلونو کې نظام څو وارې ګواښلی دي. د ملي یووالي حکومت تر رامنځته کیدو وروسته دغه حکومت چې محمد اشرف غني یې مشري کوي د نظار شورا له لوري تر بل هر وخت ګواښل کیږي. خو دغه ګواښونه تر ډېره تکراري بڼه لري او هسې ګواښونه کوي.
تر هغې وروسته چې ولسمشر غني په ښيې حکومتولۍ کې خپل ځانګړی سلاکار احمدضاء مسعود له دندې ګوښه کړی ښاغلي مسعود نظام او حکومت وګواښه او سختو ناخوالو د رامنځته کیدو ګواښونه یې وکړل، خو احمدضیاء مسعود هیڅ ونه کړل نه یې حکومت ړنګ کړ او نه یې هم ولسمشر غني ګوښه کړ.
تر احمد ضیا مسعود وروسته د نظار شورا یو بل غړي جنرال دوستم چې دولسمشر غني لومړی مرستیال و نظام له دې امله وننګاو، چې د هغه په وینا یې حکومت کې یې ونډه کمه وه. جنرال دوستم هغه مهال ګواښ وکړ چې که حکومت یې واکونه انحصار کړي نو پر وړاندې به یې له هر ډول ممکنه لارې اقدامات وکړي، خو جنرال دوستم له ایشچې سره تر جنسي تاوتریخوالي وروسته ترکیې ته وتښتیده او لاهم په ترکیه کې دی. هغه دومره بې وسه شوی چې افغانستان ته د راتللو اجازه هم نه ورکول کیږي.
کابل کې د روان کال د مې میاشتې تر خونړۍ چاودنې وروسته او بیا اعتراضونو کې د جمعیت د یو شمېر کسانو وژل کیدو چې وروسته یې د صلاح الدین رباني غصه راوپاروله، دی هم تر نورو کم نه وو او حکومت ته یې اخطار ورکول پیل کړل. صلاح الدین رباني د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر د ګوښه کیدو غوښتنه کړې وه، خو نوموړی خپله د ملي شورا له لوري له دندې سلب صلاحیت شو.
صلاح الدین رباني له حکومت سره پټ جوړجاړی وکړ او غوښتنه یې درلوده چې ولسمشرۍ ماڼۍ یې د ولسي جرګې له پریکړې وژغوري. ارګ هم د صلاح الدین لپاره په یو ډول نه یو ډول مشروعیت ورکړ او د بهرنیو چارو وزیر یې اعلان کړ. دغلته ارګ د ولسي جرګې پریکړ رد کړه او په ناقانونه توګه یې د صلاح الدین د کار د دوام پریکړه وکړه. د ارګ ددې مهربانۍ له امله صلاح الدین رباني له خپلو غوښتنو تېر شو او بیرته له ولسمشرۍ ماڼۍ سره یوځای او له محمد حنیف اتمر سره پخلا شو، کله کله دواړه په ګډه بهرنیو سفرونو ته هم ځي. که څه هم عطا محمد نور په وار وار د ملي یووالي حکومت ننګولی او د پرزیدو ګواښ یې کړی اوس چې ولسمشر له دندې لرې کړی ګواښونه یې توند شوي دي.
د نظار شورا غړو ګواښونو ته په کتو د دوی دغه سیاسي بلوا هیڅ خطرناکې پیلې نه لري یوازې غواړي له حکومت څخه په یو ډول نه یو ډول باج واخلي. اوس چې عطا محمد نور د حکومت پر وړاندې د نظامي پاڅون ګواښ کوي په اصل کې غواړي ولسي فکرونه وننګوي تر څو له حکومت څخه د باج اخیستو لپاره پر فشار راوړي او یو څه ترلاسه کړي. دغه سیاسي بلواګر د ترهګرو په څېر د نظام پر وړاندې ګواښ پيښوي. ولسونه دې د داسې کړیو پر وړاندې سره یوموټی شي او پر وړاندې دې د نظام کلک ملاتړ وکړي.
ولسونه دې ډاډه وي چې د نظار شورا غړي هيڅ هم نه شي کولی او نه هم څوګ اجازه ورکوي چې د نظام او افغان ولس پر وړاندې ستونزې راولاړې کړي. حکومت دې هم د ولسونو په ملاتړ د هغو ټولو کسانو تغر له نظام څخه ټول کړي چې په حکومت کې دننه د نظام ضد دي.
مړه او سپیره دې وي د لوی افغانستان دښمنان
د یو هوسا او پرمختللي افغانستان په هیله.
ډېره ښه او منطقي لیکنه ده. افغان ولسمشر ښاغلی اشرف غني باید دا مسئله ډېره جدي
.ونیسي. خلک ورسره دي او د هر ملي حرکت او غوڅ ګام پر اخستلو لاهم ترېنه ملاتړ کوي دا خلک لکه عطا نور یواځې د خپلو نا مشروع ګټو او غلاوو د پټولو لپاره او همدا شان د حتمي محکمې نه د خلاصون په هیله دا ډول غیر قانوني او غیر انساني عملونو ته لاس اچوي. وخت او زمان د دوی په ګټه ده دی. مننه