تاند- د افغانستان او چین جګپوړو پوځي چارواکو نن /چهارشنبه/ د تروریزم پر ضد او د امنیت په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو موافقه وکړه.
د چاینا اورګ د راپور له مخې، د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د چین د پوځ د مرکزي کمیسیون له مرستیال کشي کیلیانګ سره په کتنه کې د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې دوستانه او تاریخي وبللې، ویې ویل چې د دوو خواوو ترمنځ تماسونه ښه اغېز لرلی شي.
کشي وویل، چین له افغانستان سره اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي او د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا په دفاع کې ملاتړ کوي.
دغه چینايي چارواکي وویل، د چین پوځ تیار دی چې د افغانستان له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري وکړي.
ده همداراز وویل، چین د سولې او بیارغونې په برخو کې هم د افغانستان ملاتړ کوي.
د افغانستان دفاع وزیر وویل، هیواد یې د واحد چین کلکه ننګه کوي او تیار دی چې له چین سره په بېلابېلو برخو کې نوره همکاري ولري.
له بلې خوا د چین د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ وویل هېواد یې له پاکستان سره پر دې غور کوي چې د یوه کمربند یوې لارې په لویه پروژه کې افغانستان هم شامل کړي.