تاند – د ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې وسله والو په رڼا ورځ یو صراف د هغه په دوکان کې وویشت او څو کسان نور یې ټپیان کړل.
په رسنیو خپرې شوي سي سي ټي وي ویډیوګانې ښیي چې دوه کسان چې له یوه سره تمانچه ده د یوه صراف دوکان ته ننوځي او سمدلاسه په دوکاندار باندې ډزې کوي، سړی رالوېږي.
د ویډیو په اساس، دویم کس هڅه کوي چې د صراف صندوق مات کړي او پیسې ترې واخلي خو داسې ښکاري چې له دوکان څخه د بهر خلکو له ورتګ څخه وېرېږي، خپله خلطه غورځوي او تښتي.
د هدفي وژنو یو شمېر خبر کسان وایي چې په قتل کې کارول شوې وسله بې غږه تمانچه ده.
په ننګرهار کې فعالان وایي چې په جلال اباد ښار کې هم د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر پخواني قوماندانان چې اوس د پارلمان وکیلان او حکومتي چارواکي دي خپلې وسله والې ملېشې لري چې په وړه خبره کار د انسانانو تر قتله پورې رسوي.
که څه هم چې د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور، چې ویل کیږي په بشر ضد جرمونو او غلاوو کې لاس لري، په وړاندې د حکومت زړور اقدام ګڼ شمېر افغانان له فاسدو او جنایتکارو څېرو څخه د حکومت پاکولو ته خوښ کړي ول، خو داسې ښکاري چې د حکومت د اقدام په وړاندې د ښاغلي نور وروستي مقاومت یو شمېر خلک نهیلي کړي او فکر کوي چې که حکومت له خپلې پرېکړې څخه په شا شي دا به د بشري حقونو ناقضان او جنایتکاران لا نور زړور کړي.
د جلال اباد ناامني ډير عوامل لري، لومړی عمده عامل یې ضعیفه او فاسده اداره ده. ګل اغا شیرزی چې کله والی و امنیت یو څه ښه وو او علت یې دا و چې مافیا او جنګسالارانو ته یې ډيره موقع نه ورکوله که څه هم مفسد و خو مافیایي کړۍ ترې ویریدلې. ګلاب منګل خو هلمند په دوزخ بدل کړ نو ننګرهار کې به څنګه مثبت ثابت شي او یا به ترې څوک ویره ولري. د ښار د څلورو دروازو پولیس د موبایل په یو کارت هر څه ته اجازه ورکوي چې ښار ته داخل شي.
دوهم عامل یې حاجي ظاهر، جاوید زمان، حاجی امان، حضرت علی، مسلیمیار، او داسې نور دي. او دریم عمده عامل یې بې کاري ده چې د اشرف غني بې کفایته اداره د روزګار کچه صفر ته ورسوله.