په وروستيو کلونو کې چې زموږ په ادارو د سیمه ایزو او تنظيمي اړيکو بدمرغه سيورى پروت و، په یو شمیر ادارو کې زیاتره کسان د روابطو له مخې وټاکل شول او ظوابطو ته د کادرونو په ګومارلو کې چندان توجه ونه شوه. په نتیجه کې مو ولیدل چې په دغو ادارو کې ستونزې لا زیاتې شوې د خلکو کارونه پخپل وخت نه اجرا کیدل او دا ډول ادارې لا پسې کمزورې شوې.
د کورنيو چارو وزارت یو له همداسې ادارو څخه و چې په ډیری مواردو کې یې کارونه د اندیښنې وړ و، نامني ورځ په ورځ زیاتیده، لويې لارې ناامنه شوې په دغو لارو د عادي مسافرو تګ راتګ له سختو خطرونو سره مخ شو. د اداري فساد له امله د کورنيو چارو وزارت د چارواکو له خوا د خلکو غوښتنو ته توجه نه کیدله. د خلکو عریضې او شکایات په میاشتو میاشتو او آن کلونو ددغه وزارت په اړوندو ادارو کې بې اجرا پاته شوي دي. چې یو ژوندی مثال یې د دغه وزارت اړوند د څارندوی بلاکونو د قبالو د نه اجرا موضوع وه، چې په ټول افغانستان کې دې ته د ورته بلاکونو قبالې د مربوطو ادارو له خوا اجرا شوې خو د څارندوی بلاکونو قبالې لا تر ننه هم د کورنيو چارو وزارت له خوا اجرا شوې نه دي . سره له دې چې د دغو بلاکونو د قبالو د اجرا په برخه کې اړوند قوانین او مقررې صراحت لري او کوم قانوني مشکل نه لیدل کیږي، خو بیا هم ورته توجه نه ده شوې. په دې وزارت کې ویلای شو چې تر ډیره مهم کارونه په ټپه ولاړ و، همدا دلیل و چې ددغه وزارت دوه وزیران په لنډه موده کې د ملت د استازو له خوا استحضاح او ترې د اعتماد رایه واخیستل شوه.
د کورنيو چارو د وزير په توګه د وتلي سیاستوال او اجتماعی شخصیت محمد عمر داودزي په ټاکل کيدو سره د ډيرى افغانانو په زړونو کې دا هيله را پيدا شوه چې نور به زموږ پوليس د ځینو ډلو پرځاى د خلکو په خدمت کې وي او افغان پوليس به لکه څنګه يې چې دعوه کيږي واقعآ ملي پوليس شي. ددغه وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ښاغلي داودزي د ټاکل کیدو په لومړیو کې نوموړي ددغه وزارت د چارو د پڅوالي علتونه وموندل او له لومړنیو اقداماتو څخه یې د کورنيو چارو وزارت په مشرتابه کې د بدلونونو راوستل و چې دغه بدلونونه د عامو افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ شول.
دغو بدلونونو د خلکو په زړونو کې نوې هیلې را وټوکولې او دا هیلې یې یو ځل بیا راپیدا کړې چې نوی وزیر به په دې ډول تغیراتو سره وکولی شي چې پولیس په رښتني توګه د خلکو خدمتګار وګرځوي. هر چا ته څرګنده ده تر څو چې زموږ په ادارو کې ژور بدلونونه را نه شي د کارونو د ښه کیدو تمه هم بې ځایه ده. له بده مرغه باید ووایو یو شمیر هغو رسنیو چې تر دې دمخه به یې په افغان ادارو کې د ژورو بدلونونو غوښتنه تکراروله په کورنيو چارو وزارت کې یې نه یوازي د نویو بدلونونو هر کلی ونه کړ بلکې په یو ډول یې هغه سمې نه دي بللې. او د ژورنالیستکي اصولو پرخلاف یې د څو تنو ګوښه شویو کسانو پلوي کړې ده.
کوم بدلونونه چې په دې وزارت کې راغلي د کارونو د بهبود په منظور شوي دي کوم کسان چې له دندو ګوښه شوي پخپلو کارونو کې ناغیړي کوله او ترډیره د اداري فساد تورونه هم پرې له هغه پیله موجود و. د بیګې لپاره میرزامحمد یارمند چې اداري معین و، په الکترونیکي تذکرو کې پرې د پراخ اداري او مالي فساد تورونه موجود و سره له دې چې په پام کې وه د برقي تذکرو د ویش بهیر د ۱۳۹۲ کال د حمل په لومړۍ نیټه پیل شي خو د میرزامحمد یارمند او نورو مسولو چارواکو د بې کفایتي له امله دادی تراوسه پاتې دي.
تآمیناتي معین علي وحدت هم پخپلو کارونو کې ډیرې ستونزې لرلې. د اړوندو پروژو په جوړولوکې ستونزې وې، همدا د څارندوی بلاکونو د قبالو موضوع د همدې معین مربوط وه خو ده ورته هیڅ توجه ونه کړه او نه یې هم د خلکو غوښتنو ته ځواب درلود.
د لویو لارو د ساتنې د یوې برخې قوماندان عبدالواحد شریفي سره له دې چې په ژبني او سیمه ایز تعصب تورن و، پخپلو کارونو کې د زندانونو د ګوښه شوي لوی ریس په څیر ناکام و، نو په کار وه چې داسې بې مسولیته او تر ډیره په تنظیمي او قومي اړیکو مقرر شوي کسان له دندو ګوښه شوي وای.
په داسې حال کې چې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیت د بشپړ سپارلو مسله مطرح ده او زموږ امنیتي ځواکونه باید داسې سمبال او ورزول شي چې دخپل هیواد د ډاډمن امنیت دساتلو وړتیا ولري. خلک هیله لري چې پولیس یې د دا ډول بدلونونو په راوستلو سره ملي شي او د ټول افغانستان لپاره کار وکړي.
نور باید پخوانۍ سیمه ایزې او تنظیمي اړیکې زموږ په مقرریو خپل سیوری ونه غوړوي، کار باید دکار اهل ته وسپارل شي او دهغو افسرانو له تجربو او وړتیاوو څخه باید ګټه واخیستل شي چې ددغه خوار ملت په پیسو یې زده کړي کړې دي او کلونه کلونه یې هیواد ته خدمت کړی دی. چې د کورنیو چارو له نوي پوه وزیر څخه یې هیله کیدای شي.
اوس دافغانستان په جګړه کې تر نورو امنیتي ارګانونو زیات پولیس ډیره برخه لري او زیات تلفات هم همدوی ته رسیږي په کار ده دغه وزارت ته ډیره توجه وشي او ددغه وزارت محترم نوى وزير باید مجرب مسلکي کسان وټاکي، دکسانو په ټاکلو کې کاري وړتیا په پام کې ونیسي ، او په پولیسو کې هغه کسان وګومارل شي چې دښې کاري تجربې او وړتیا ترڅنګ په وطن مین او په اداري فساد کې ښکیل نه وي.
په کار ده دکورنیو چارو محترم وزارت نوی مشرتابه په هیواد کې د ناامنیو د زیاتیدو عوامل وڅیړي او په هیواد کې د ډاډمن امن د تآمین لپاره تدابیر وسنجوي. طبعي ده چې ټول امنیتي پلانونه د ښو او مسلکي کادرونو په مرسته عملي کیدای شي او دادی وینو چې نوی وزیر دې مسایلو ته متوجه دی او په دې وزارت کې له نویو بدلونونو ښکاري چې د کورنيو چارو وزارت به که خدای کول په راتلونکي کې پخپلو دندو کې بریالی وي.