تاند- د پلازمېنې کابل په لوېدیځ کې د نن /پنجشنبې/ په تروریستي برید کې لږترلاږه ۴۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وايي چې د حملې هدف یو کلتوري او مذهبي مرکز و چې له افغان شیعه ګانو سره تړاو لري.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې لومړی یوه انتحاري حمله وشوه، ورپسې دوې نورې چاودنې وشوې.

د پېښې شاهدانو تاند ته وویل، لومړۍ د تبیان کلتوري – ټولنیز مرکز او (اوا) خبري اژانس په ودانۍ کې انتحاري حمله وشوه، کله چې د دغه اژانس او تبیان مرکز کارکوونکي له ودانۍ تښتېدل، د هغوی په لاره کې بله چاودنه وشوه او دې چاودنې زیاته مرګ ژوبله پېښه کړه.

لومړۍ چاودنې زیات کسان مړه او ژوبل نه کړل.

درېمه چاودنه له ودانۍ ۲۰ متره لېږې هغه مهال وشوه چې ټپیان او مړي په امبولانسونو کې روغتون ته وړل کېدل.

په وژل شویو کسانو کې د تبیان د کلتوري او ټولنیز مرکز ريیس سید باقر واعظي، او د امیرالمومنین مدرسې مسوول ضیايي هم شامل دي.

دغه راز د اوا خبري اژانس درې خبریالان هم وژل شوي دي.

آوا

تراوسه پورې د حملې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو له پېښې وروسته وسله والو طالبانو سمدستي وویل چې دوی په دې برید کې لاس نه لري.

طالبان عموماً پر هزاره ګانو او نورو لږکیو بریدونه نه کوي خو د دوی خلاف داعش بیا عموماً هزاره ګان په نخښه کوي.

د حملې په وخت په تبیان کلتوري او ټولنیز مرکز کې، چې د افغان ږغ (اوا) خبري اژانس مرکز هم پکې دی، کارکوونکو غونډه لرله.

ولسمشر غني د کابل حمله وغندله

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل نننۍ حمله وغندله او د هغې په اړه یې د تحقیقاتو امر وکړ.

د ولسمشر په ټویټري پیغام کې ویل شوي«تروریستي ډلې او د هغوی ملاتړ کوونکي باید پوی شي چې افغانان متحد دي او د خپلو دښمنانو هرې دسیسې په وړاندې یوموټی ولاړ دي؛ دا وحشیانه بریدونه به د افغانانو اراده کمزورې نه کړي.»

2 thoughts on “د کابل په حملې کې لږترلږه ۴۰ تنه وژل شوي”
  1. د محقیق خبری زور چه له غریبو څخه وځي حکومت او پخپله هزارګان باید د محقیق خلاف ودریږی

  2. متاسفانه د محقق د « افتخار » بر لشکر فاطمیون و قوماندان سلیمانی زور زمونږ له هزاره ورونو نه وځي.
    وایې چې نه کار په هغه کې د څه کار؟
    که ایران له داعش ماعش سره زور وهی خو زور به یې لري.
    زما توصیه خپلو افغان هزاره ګانو ته داده چې که غواړئ د داسې زړه بګنونکو پېښو نه په امان کې پاته شي نو دمحقق له مشرتابه نه لاس واخلي . کوم بل منځلاری خو معقول سیاستوال پیدا کړئ . دد ې ټولو پېښو قربانیانو ته د فردوس جنت او خپلوانو ته یې د زړه صبر غواړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *