تاند- اسلامي حزب وايي، د افغانستان حکومت به له دغه ګوند سره د لاسلیک کړې موافقې پر اساس ۹۰ بندیان خوشي کړي.
د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب او حکومت ترمنځ د سولې په موافقه کې دا شرط ټاکل شوی چې له جګړې څخه د لاس اخیستلو او سولې په بدل کې به د اسلامي حزب ټول بندیان خوشي کېږي.
اسلامي حزب په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حکومت د اسلامي حزب د ۹۰ بندیانو لېست ورسپارلی او ټاکل شوې ده چې دا بندیان ژر د بګرام له محبس څخه خوشي شي.
اسلامي حزب په خپله خبرپانه کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني څخه په دې خاطر مننه کړې چې د دغه ګوند د بندیانو د خلاصون موضوع یې د ارګ په امنیتي غونډه کې مطرح کړې ده.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره له هیڅ راز هڅې ډډه نه کوي.
دغه ګوند د یکشنبې په ورځ په پلچرخي محبس کې پر خپلو ۴۰۰ بندیانو ژمنۍ جامې ووېشلې.